په داسې حال کې چې په کابل کې له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې د کنفرانس جوړېدو ته له یوې میاشتې لږه موده پاتې ده، ولسمشر اشرف غني وايي، د هغو ډلو پرضد چې سولې ته هېڅ راز لېوالتیا نهلري، باید جدي اقدامات وشي.
په پام کې ده چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه د بحث لپاره د کابل د پروسې دوهمه غونډه د فبروري په ۲۸مه نېټه جوړه شي.
د دې بهیر لومړۍ غونډه پروسږکال په جون میاشت کې په کابل کې جوړه شوه.
ښاغلي غني په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په پرونۍ کتنه کې د کابل د بهیر د غونډې او هغو ډلو پر ضد چې له تشدده لاس نهاخلي، د جدي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې بحثونو رڼا واچوله:
"ولسمشر ټینګار وکړ چې هغه وخت رارسېدلی چې د هغو ډلو پر ضد چې د سولې له بهیر سره نه یوځای کېږي او جنایتونه نه غندي باید اقدام وشي او په دې برخه کې ملي، سیمهییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا شته او د هېوادونو سفیرانو هم په غونډه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړ او د سولې د مخالفو ډلو پرضد د هر اړخېزو اقدماتو پر اړتیا یې ټینګار وکړ."
افغان ولسمشر په داسې حال کې د سولې د مخالفو ډلو پر ضد د جدي اقداماتو یادونه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، متحد ایالات نه غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي.
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په کابل کې د خونړیو حملو له لړۍ وروسته وکړې.
د شنبې په ورځ د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته یوې انتحاري حملې له سلو زیات کسان ووژل او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې وروسته په کابل کې د ۱۱۱مې فرقې د یوه کنډک پر جز و تام حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري مړه او یو شمېر نور ټپیان شول او دوه اوونۍ مخکې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل له وسلهوالې ډلهییزې حملې وروسته د ۱۳ بهرنیو وګړو په ګډون له شلو زیات کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
د ۱۱۱مې فرقې پر یوه کنډک د وسلهوالې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش او د دوو نورو، وسلهوالو طالبانو ومانه.