د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، وروستیو ناامنیو او د دولت د وسلهوالو مخالفینو ګواښونو د رسنیو او خبریالانو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وروستۍ نا امنۍ او د ترورېستي ډلو تهدیدونه د رسنیو او خبریالانو د کار په وړاندې لویې ستونزې بولي او په دې برخه کې له حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مشرتابه پلاوي غړي صدیقالله توحيدي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې د دولت وسلهوال مخالفین رسنۍ او خبریالان هغه وخت ګواښي چې په خپلو راپورونو او خبرونو کې د دوی غوښتنې په پام کې ونهنیسي.
نوموړي زیاته کړه:
"خبریالان او رسنۍ د ترورېستي ډلو په لومړي نوملړ کې ځای لري او هغه له دې امله چې دوی ډېره لېوالتیا لري چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ټيټه خپره شي او دوی غواړي چې د افغانستان رسنۍ داسې شمېرې خپرې کړي چې افغان امنیتي ځواکونو پورې اړه ولري، نو د ترورېستي ډلو دا شان غوښتنې د دې لامل کېږي چې هم رسنۍ او هم خبریالان د دوی له ګواښونو سره مخ شي."
ښاغلی توحیدي وايي، که څه هم په دې وروستیو کې د ترورېستي ډلو لهخوا پر يو شمېر رسنیو او خبریالانو بریدونه وشول، خو بیا هم رسنیو او خبریالانو خپلو چارو ته دوام ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناوړه کال بلل شوی چې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له مخې په دغه کال کې ۲۰ خبریالان د ترورېستي ډلو لهخوا وژل شوي دي.
د ننګرهار پر ملي او په کابل کې پر شمشاد ټلوېزیون او دغهشان پر تبیان فرهنګي مرکز د وسلهوالو حملې، د تېر میلادي کال تر ټولو خونړۍ پېښې ښودل شوي چې د رسنیو لسګونه کارکوونکو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
د دغه حملو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په غاړه اخیستی وو.
په ورته وخت کې د شمشاد ټلوېزیون خبریال حامد مایار وايي، د دولت وسلهوالو مخالفینو له لوري پر رسنیو حملې او خبریالانو ته ګواښونه د دې لامل شوي چې يو شمېر خبریالان په ځانګړې توګه د رسنیو ښځینه کارکونکې خپلې دندې پرېږدي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ترورېستي ډلو ګواښونو خبریالانو ته ګڼې ستونزې زېږولي، ګڼ شمېر خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي، زیاتره ښځينه کارکوونکې اوس له رسنیو نه وتلې دي. په ټوله کې دغه ګواښونه د دې لامل شوي چې مسلکي خبریالان رسنۍ پرېږدي."
په همدې حال کې د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، اوسمهال د دوی لهخوا هېڅ یوې رسنۍ او يا خبریال ته ګواښ نهدی متوجې.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د رسنیو او افغان خبریالانو خوندیتوب ته پاملرنه د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي:
"د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک اړوندو ارګانونو په ځانګړي توګه کشف او استخباراتو ته په جدي توګه لارښوونه کړې چې د خبریالانو او په هغو ځایونو کې چې دوی اوسېږي د امنیت لپارهيې جدي تدابیر ونیسي."
ښاغلی رحیمي وايي، د افغانستان کورنیو چارو وزارت د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي او هڅه کېږي چې دغه پلانونه په جدي توګه پلې شي.
دی له رسنیو او خبریالانو غواړي چې د هواري په هدف خپلې ستونزې له امنیتي مسؤلینو سره شریکې کړي.
راپور: محمد واصل وصال