د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

نی: بلخ کې دولتي بنسټونه په خپل وخت خبریالانو سره معلومات نه‎شریکوي


په شمال زون کې د نی یا ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مسؤلین وايي چې په بلخ کې دولتي بنسټونه په خپل وخت خبریالانو سره معلومات نه‎شریکوي.

په شمال زون کې د نی دفتر مشرې مبینې ساعي نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ کې د دولتي ادارو د چارواکو له‎خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نقضېږي او دا د دې لامل شوی چې خبریالان ونه‎شي کولای له دې ولایت نه د پېښو حقیقي معلومات په خپل وخت سره خپاره کړي.

اغلې ساعي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ته له یوه کال نه را په‎دېخوا له خبریالانو شکایتونه راځي چې دوی په موقع سره خبریالانو سره معلومات نه‎شریکوي، ځینو مواردو کې مرکې نه‎کوي او د معلوماتو له شریکولو ډډه هم کوي."

بلخ کې د بېلابېلو رسنیو چارواکي د محلي ادارې چارواکي اطلاعاتو ته د لاس‎رسي قانون په نقضولو تورن بولي او ادعا کوي چې اکثراً د بلخ ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د پوهنې ریاست او د عامې روغتیا ریاست د خبریالانو سره دوه ګونی چلند کوي.

خبریالان په خپل کار ځایونو کې هم له تاوتریخوالي او رواني ستونزو سره مخ دي.

په مزار شریف کې ازاد خبریال احمد نبي رفعت ازادي راډیو ته وویل چې دولتي بنسټونه خاصتاً د امنیې قوماندانۍ دقیق او تازه اطلاعات له رسنیو سره نه‎شریکوي.

هغه وویل:

"خبریالان په بلخ کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي، دوی په دې ولایت کې د دولتي ادارو څخه اطلاعاتو ته لاسرسی نه‎لري او چارواکي هم په خپل وخت له دوی سره معلومات نه‎شریکوي."

په شمال زون کې د نی دفتر مشره مبینه ساعي وايي، خبریالان په خپل کار ځایونو کې هم له تاوتریخوالي او رواني ستونزو سره مخ دي.

د نی دفتر دا مشره زیاتوي چې د معاشاتو کموالی، د خبریال مسلکي کار ته د لازمې پاملرنې نه‌موجودیت، د هغوی اخراج او تهدید له هغه نورو ستونزو شمېرل کېږي چې د بلخ خبریالان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د سجنا نیوز خبري اژانس خبریال ادریس محرابي وايي چې خبریالان له دولتي بنسټونو څخه د معلوماتو د نه‌ترلاسه کولو تر څنګ په خپلو کاري بسټونو کې هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل:

"اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي تر څنګ خبریالان په خپلو کاري بنسټونو کې هم له ستونزو سره مخ دي چې له هغې ډلې د دوی په وړاندې د تهدیدونو موجودیت، د دندې له لاسه ورکولو وېره او ګڼ شمېر کاري فشارونه هم ورسره مل دي."

بل‌خوا د بلخ د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شیر جان دارنی د نی دفتر د مسؤلانو د ادعاو په ردولو سره وايي چې دوی هر کله په موقع سره مؤثق معلومات له خبریالانو سره شریک کړي.

دراني زیاته کړه:

"هر ګړۍ چې پولیس دومره خبري کنفرانسو ته حاضرېږي او خبریالانو ته معلومات ورکوي، بل هېڅ داسې بنسټ نه‎دی چې خبریالانو سره معلومات شریک کړي."

په داسې حال کې د نی دفتر مسؤلان په بلخ ولایت کې اطلاعاتو ته د خبریالانو د نه‌لاسرسي په اړه اندېښنه څرګندوي چې په تازه‎ګۍ سره د شمال زون د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې شمالي ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو ونډه ۳۰ سلنه کمه شوې ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG