د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د پاکستان له خوا د مشال راډيو د دفتر د تړلو په اړه غبرګونونه


په افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو ټولنه یا سفما او د رسنیو یوشمېر ملاتړو بنسټونو د پاکستاني استخباراتو له لوري د مشال راډیو د دفتر د تړل کېدو اقدام وغانده.

دوی د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اس. ای» له خوا د مشال راډیو د دفتر د تړل کېدو هڅه د بیان پر ازادۍ تېری ګڼلی دی.

د سفما رئیس ضیا بومیا د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۳۰ مه» ازادي راډیو ته وویل، په جنوبي اسیا کې د بیان ازادي باید د حکومتونو ترمنخ د متخاصمو سیاستونو قرباني نه شي.

د جنوبي اسیا د رسنیو د ټولنې یا سفما مشر ضیا بومیا
د جنوبي اسیا د رسنیو د ټولنې یا سفما مشر ضیا بومیا

نوموړي زیاته کړه:

"په پاکستان کې د بیان ازادي د لویو استخباراتي معاملو قرباني کېږي، دغه هېواد خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره هېڅ یو ملي او نړیوال ارزښت ته ژمن نه دی او درناوی ورته نه کوي، د بیان ازادي چې یو بشري حق دی، باید د حکومتونو ترمنځ د متخاصمو سیاستونو قرباني نه شي. "

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په پایتخت اسلام اباد کې د ازادي راډيو د مشال څانګې د دفتر د تړل کېدو امر صادر او تړلی یې دی.

د پاکستان حکومت دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ازادي راډيو د مشال څانګه د پاکستان د حکومت پرخلاف په خپرونو تورنه کړه.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د بیان د ازادۍ د نړیوالو اصولو له مخې، هېڅ استخباراتي سازمان حق نه لري چې له کوم مواجه دلیل پرته دې د یوې رسنۍ دفتر وتړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو عمومي رئيس توماس کينت د پاکستان د حکومت پر دغه اقدام خواشيني ښوولې ده.

دغه راډيو په قبايلي سيمو کې د ډيورند د کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو لپاره خپرونې کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاکستان دغه اقدام د ترورېزم یو نوی ډول بولي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، پاکستان د خپلو سیاسي اهدافو لپاره دغه کار کړی دی.

ښاغلی مومند زیاتوي:

"د دغې راډیو بندېدل د مطبوعاتو په برخه کې د ترورېزم یو نوی شکل دی او پاکستان د خپلو سیاسي اهدافو لپاره دا کار کړی، افغان حکومت د پاکستان دا اقدام غندي. "

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې رئیس فهیم دشتي وايي، پاکستان دا کار د امریکا د هغو فشارونو په غبرګون کې کړی چې په دې وروستیو کې یې په هغه هېواد راوستي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د موضوع په تړاو یې د پاکستان له حکومت سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

په دې اړه د یاد وزرات په اعلامیې کې راغلي چې حالات له نېږدې څاري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG