د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل ملت ته په کلنۍ وینا کې د خبرو پر مهال د افغانستان په اړه خپلې ستراتېژۍ ته اشاره وکړه او ویېویل چې زموږ د جګړې بڼه بدله شوې.
نوموړي وویل:
"زموږ ځواکونه په افغانستان کې نوي پوځي اصول لري. له خپلو اتلو افغان شریکانو سره، زموږ اردو به نوره د مهالوېشونو په مصنوعي جوړښت کې راګېره نهوي او موږ تر دې وروسته خپلې طرحې خپلې دښمنانو ته وار له مخه نهوایو."
د ټرمپ کلنۍ وینا طالبانو ته یو ډول خبرداری دی که څرنګه؟
د امریکا ولسمشر د تېر میلادي کال د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه.
ولسمشر ټرمپ د کانګرس پر دواړو جرګو غږ وکړ چې ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو اړتیاوې په هر ځای کې چې وي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش او القاعده شبکې پر ضد پوره وي.
دی وايي:
"پخوا موږ په سادهګۍ په سلګونه خطرناکه ترهګر له بنده ازاد کړي، دوی بېرته د جګړې ډګر ته تللي او زموږ په وړاندې درېدلي، په دوی کې ابوبکر البغدادي په عراق او شام کې د اسلامي دولت د ډلې مشر هم شامل دی چې نیولی مو و، په توقیف کې مو و او ازاد مو کړ."
ټرمپ زیاته کړه چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس تهیې لارښوونه کړې ده چې د امریکا د نظامي توقیف پالېسۍ ته بیا کتنه وکړي او د ګوانتانامو زندان ورونه ونهتړي.
ډونالد ټرمپ په خپله کلنۍ وینا کې په متحده ایالاتو کې په تېر یوه کال کې په اقتصادي ډګر کې د خپل حکومت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویېویل:
"بېکاري په تېرو ۴۵ کلونو کې تر بل هر وخت ټیټې کچې ته راغلې. ویاړم چې ووایم چې د افریقایيالاصله امریکایانو د بېکارۍ کچه خورا ټیټې کچې ته رسېدلې ده، په اسپانیایي ژبو امریکایانو کې هم بېکاري د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو تيټې سطحې ته رسېدلې."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې په امریکا کې دوه میلیونه او څلور لکه نوي کارونه رامنځته شوي چې یوازې دوه لکهیې په تولیدي برخه کې دي.
ټرمپ دا هم وویل چې وړو سوداګریو وده کړې او د امریکا د اسهامو بازار په یوه کال کې اته تریلیونه ډالر ګټه ترلاسه کړې.
د امریکا ولسمشر د ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ او د نورو عامو خلکو ترمنځ اتحاد ته اشاره وکړه او ویېویل:
"که غر وي پر هغه به وخېژو، که پوله وي پرې وابهوړو، که چلېنج وي، لیرې بهیې کړو، که فرصت وي ترلاسه بهیې کړو، نو راځئ نن شپه په دې پیل کړو چې زموږ ملت پیاوړی دی."
د امریکا ولسمشر د مهاجرو په اړه هم خبرې وکړې.
ده وویل چې په راتلونکو اوونیو کې به د کانګرس دواړه جرګې د مهاجرت طرحې ته رأیه ورکړي.
ټرمپ د مهاجرت په برخه کې د خپلې طرحې څلورو اساسي ټکو ته اشاره وکړه؛
- هغو ۱،۸ میلیونه غیر قانوني کډوالو ته به په امریکا کې د تابعیت ورکولو حللاره ولټول شي چې خپلو پلرونو او میندو په ماشوموالي امریکا ته راوستي دي.
- په جنوبي سرحد کې به د کډوالو د مخنیوي لپاره دېوال جوړ شي.
- د قرعهکشي له لارې د ویزو پروګرام به پای ته ورسوي.
- د مهاجرت اوسنی سیستم به پای ته ورسوي چې څوک لیرې خپلوان امریکا ته راوستلی شي.