د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۵

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر افغان چارواکو سره پر سیاسي ثبات غږېدلی


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال پرون سې‌شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» کابل کې و او دغلته‌یې له لوړپوړو افغان چارواکو سره په وروستي امنیتي وضعیت، راتلونکو انتخاباتو او سیاسي ثبات خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات وايي، «جان جي. سالیون» په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د جنوبې اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د ستراتېژۍ د اعلان شپږ میاشتې پوره کېدونکې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «جان جي. سالیون​» په کابل کې له چارواکو سره لیدنې کتنې لرلې، څو په دې سخت وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په قوي ملاتړ ټینګار وکړي او په افغانستان کې د روان کړکېچ د سوله‎ییز هواري لپاره په شرایطو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي."

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له ولسمشر غني سره، د سیمه‎ییزې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په شمول په بېلابېلو مسئلو خبرې وکړې.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

مرتضوي وايي:

"دواړو لورو په اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګونو، ښې حکومتوالۍ، له سیمه‎ییزې ترهګرۍ سره پر مبارزې او راتلونکو پارلماني او د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په چمتووالي بحث او خبرې وکړې."

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه چې په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون د عملي کېدو په برخه کې په پرمختګونو هم بحث وشو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې دا ښار د طالبانو وروستیو خونړیو بریدونو ويرجن کړی او افغان چارواکي یې غوسه کړي دي.

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

په دې لړ کې افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» د ماښام لمونځ د وزیر اکبر خان په جومات کې وکړ او تر لمانځه وروسته‌یې په جومات کې راټولو شویو خلکو ته خبرو کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې یو وار بیا ټینګار وکړ چې د افغانانو د وینې غچ به واخلي.

ولسمشر اشرف غني همدارنګه په امنیتي ځواکونو کې پر اصلاحاتو او په کې د مکافاتو او مجازاتو په عملي کولو ټینګار وکړ او خلکو ته‌یې ډاډ ورکړ چې نه‌یوازې د کابل د امنیت، بلکې د ټول افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره به جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر په دې اړه څرنګه چې تمه‌یې کېده مشخص اقدامات یاد نه‎کړل، خو تر دې مخکې یې د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډیو ته ویلي و، طالبانو د سولې د خبرو فرصت له لاسه ورکړی او تر دې وروسته به دوی سوله د جګړې له ډګره ترلاسه کوي.

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا ویلي چې په افغانستان کې وروستیو حملو ته په پام سره امریکا نه‌غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

ډونالد ټرمپ: له طالبانو سره خبرې نه‌کوو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

XS
SM
MD
LG