د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

د افغان علماوو سرتاسري شورا وروستۍ حملې وحشيانه او غیر اسلامي وبللې


د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا په کابل او ځینو ولایتونو کې د وروستیو خونړیو پېښو پر وړاندې غبرګون وښود او په کابل او ځینو ولایتونو کې یې وروستۍ خونړۍ حملې وحشیانه او غیر اسلامي وبللې.

د دغې شورا رئیس مولوي قیام‌الدین کشاف د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی دا ډول حملې په کلکه غندي او په خبره‌یې دا ډول حملې په اسلام کې جواز نه‌لري.

د ښاغلي کشاف په خبره په دا ډول حملو کې اکثراً ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې د اسلامي احکامو خلاف عمل دی.

کشاف: دا حملې په کلکه غندو.
کشاف: دا حملې په کلکه غندو.

نوموړي زیاته کړه:

"دا وروستۍ وحشیانه حملې چې په کابل، ننګرهار، کندهار او د هېواد په نورو سیمو کې شوې دي په ځانګړي ډول د کابل ښار د صدارت د څلورلارې حمله چې سلګونه بې‌ګناه ملکي افغانان په‌کې شهیدان او ټپیان شول په کلکه غندو او غیر انساني او غیر اسلامي عمل‌یې ګڼو."

نوموړي دغه‌شان پر پاکستاني علماوو هم جدي انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې هغوی په یو اړخیز ډول انتحاري حملې یوازې په پاکستان کې ناروا بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شااوخوا ۱۰ ورځو کې کابل او یو شمېر ولایتونه د خونړیو حملو شاهدان دي.

له دغو حملو خونړۍ هغه‌یې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه د جمهوریت روغتون مخې ته وشوه چې د کورنیو چارو د وزیر په خبره له کبله‌یې ۱۰۳ تنه ووژل شول او ۲۳۵ تنه ټپیان شول.

له موټر بم چاودنې یوه ورځ وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

دغه‌شان د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د ۱۱۱ فرقې د یو کنډک پر جزوتام حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول.

تېره اوونۍ د کابل په انټرکانټیننټال حمله کې هم ۲۲ تنه ووژل او یو شمېر ټپیان شول.

په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم انتحاري او وسله‌والو حملو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په تړاو د افغان حکومت هڅو ته په اشارې سره وايي، هغه وسله‌وال مخالفین چې سوله نه‌کوي دا ډول اعمال‌یې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې دي.

د دغو عالمانو له ډلې مولوي محمد قاسم حلیمي وویل:

"افغانستان د یوه اسلامي هېواد په توګه د دیني نصوصو پر اساس موږ پر سولې ایمان لرو او بیا هم ټینګار کوو، هغوی چې سولې ته نه‌راځي دا کار یې له دین سره مخالفت دی."

دغه‌شان مولوي سمیع‌الله ریحان یادې خبري ناستې ته وویل چې افغانانو د جګړې ماهیت پېژندلی او په خبره‌یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ملي بسیج ته اړتیا ده.

د ښاغلي ریحان په خبره د افغانستان وضعیت ډېر حساس او نازک دی او باید ټول سیاسیون اختلافات پرېږدي او د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره سره یو لاس شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG