د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ارزګان کې خلکو په هېواد کې وروستي خونړي بریدونه وغندل


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو قومي مشرانو، مدني فعالانو او دیني علماوو نن سې شنبه د دوو بېلابېلو غونډو پر مهال په کابل او جلال‌اباد کې وروستي خونړي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دا يې د اسلام سره په ټکر کې وبلل.

دغو خلکو له دولت څخه د ملاتړ تر څنګ پر ولسمشر محمد اشرف غني غږ وکړ چې د
وروستیو خونړيو برید کوونکو ملاتړي دې ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او جلال‌اباد کې د
دولت ضد وسله‌والو پر یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو خونړۍ حملې وکړې چې
پر مهال‌يې سلګونه کسانو ته مرګه ژوبله واړوله.

بشپړ تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG