د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

پکتیاوال وايي، د اولې درجې ولایت تشکیلات او امکانات نه‎دي ورکړل شوي


د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مشران، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي چې د ولسمشری په پاتې موده کې دې، دوی سره کړې ژمنې عملي کړي.

هغوی زیاتوي، ولسمشر پکتیا ته د اولې درجې ولایت منظوري ورکړې، خو تر اوسه د یاد ولایت ملکي او پوځي ادارې د هماغه دوهمه درجه ولایت تشکیل لري او د بیارغونې په برخه کې هم ورته لازمه توجه نه‎ده شوې.

دوی یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ په پکتیا کې د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې د دفتر د پرانیست غونډې په څنډه کې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وکړې.

قومي مخورو او د ولایتي شورا غړو وویل، که ولسمشر د دوی غوښتنې عملي نه‎کړي، نو پکتیاوال به ورڅخه خفه او خوابدي شي.

د پکتیا د ولایتي شورا یو تن غړی حفیظ الله مبارز
د پکتیا د ولایتي شورا یو تن غړی حفیظ الله مبارز

د پکتیا د ولایتي شورا یو تن غړی حفیظ‌الله مبارز او یو بل تن مدني فعال سید جمال اصف‌خېل وايي:

"په پکتیا کې د نورو لومړۍ درجه ولایتونو په شان تشکیلات نه‎دي ورکړل شوي، تر اوسه د مرکزي حکومت او نورو وزارت‌خانو له‎خوا په یاد ولایت کې خپلو ادارو ته امکانات نه‎دي ورکړل شوي."

"پکتیا ته د اول درجې ولایت امکانات نه‎دي ورکړل شوي، زموږ هیله دا ده هغه امکانات چې د کندهار، ننګرهار او د زونونو نورو مرکزونو ته ورکول کېږي هغه پکتیا ته هم ورکړل شي. دلته لا هم ټول تشکیلات د دوهمې درجې ولایت دي."

د پکتیا مشرانو او فعالانو زیاته کړه چې دوی سره د ښاغلي غني یوه ژمنه دا وه چې د یاد ولایت علمي او مسلکي شخصیتونو ته به د حکومت په مشرتابه کې ونډه ورکوي، خو دا ژمنه هم نه‎ده عملي شوې.

د پکتیا د قومونو د یووالي شورا دوه تنه غړي وايي چې یاد ولایت ته نه‌یوازې د اولې درجې ولایت تشکیل نه‎دی ورکړل شوی، بلکې په پرمختیايي چارو کې يې هم پرمختګونه نه‎دي شوي.

دوی ټینګار وکړ چې حکومت دې یاد ولایت ته په حقیقت کې د اولې درجې تشکیلات او امکانات ورکړي او د ولسمشرۍ په پاتو څه کم دوه کلونو په موده کې دې دوی سره کړې ژمنې عملي کړي.

هغوی وویل، که ژمنې عملي شوې، پکتیاوال به د پخوا په شان له مرکزي حکومت ملاتړ ولري، خو که مثبت پرمختګ ونه‌ویني، نو په خپله پرېکړه به له سره فکر وکړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا دوه میاشتې مخکې د پکتیا مرکز ګردېز ته په خپل سفر کې ویلي و چې یاد ولایت ته کار نه‎دی شوی او د مشرانو په یوه غونډه کې يې ژمنه کړې وه چې د پکتیا هر اړخیز پرمختګ ته به پاملرنه وکړي.

خو پکتیا وال وايي چې د ولسمشر ژمنې د کاغذ پر مخ پاتې دي او په عمل کې تر اوسه د پام وړ څه نه‎دي شوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG