د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

غني: افغان ځواکونه د امادګۍ له پلوه تر ټولو ښه حالت ته رسېدلي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ځواکونه سږ کال د امادګۍ له پلوه په بهترین حالت کې دي.

ولسمشر غني وايي، افغان ځواکونه د ملي یووالي ښه سمبول دی او په دغو ځواکونو کې وړو سیاستونو ته هېڅ ځای نشته.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۹» د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې یوې غونډې ته دا هم وویل چې افغان ځواکونه په تېرو ۱۷کلنو کې سږ کال د چمتووالي له کبله په ښه حالت کې دي.

ولسمشر غني کومانډو ځواکونو ته د وینا پرمهال.
ولسمشر غني کومانډو ځواکونو ته د وینا پرمهال.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن د خدای پاک په فضل زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د امادګۍ له پلوه د تېرو ۱۷ کلنو په پرتله د امادګۍ له پلوه په بهترین حالت کې دي، دغه ځواکونه ملي، یووالي ته ژمن او د اساسي قانون د تطبیق وسیله دي او په دغه ځواکونو کې واړه سیاستونه ځای نه لري."

ولسمشر همدا راز ځانګړي ځواکونه د افغانستان ویاړ وباله چې په خبره یې دښمن یې د نوم له اورېدو څخه په ویره کې وي.

افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا او ښه سمبالنې په هدف څلور کلن امنیتي پلان ترتیب کړی چې د چارواکو په خبره په عملي کېدو به یې دغه ځواکونه لاغښتلي شي.

د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستایلي او تر اوږده مهاله یې د دې ځواکونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

له بلې خوا د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان دا مني چې افغان ځواکونه د چمتووالي له کبله په ښه حالت دي، خو پر وړاندې یې د ځینو ننګونو یادونه هم کوي.

افغان ځانګړي ځواکونه.
افغان ځانګړي ځواکونه.

د پوځي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په سیاسیونو کې بې اتفاقۍ، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې له دغو ځواکونو سره د خلکو کمه همکاري او دریمه مسئله دا چې افغان ځواکونه کولای شي د هېواد په هرګوټ کې عملیات وکړي، خو د ساتنې په برخه کې یې بیا له ستونزو سره مخ دي."

د ښاغلي مجاهد په خبره په روانه جګړه کې د کامیابۍ لپاره د افغان ځواکونو د ښه سمبالنې ترڅنګ ضروري ده چې سیاسیون، ګوندونه او ټول ولس په یوه خوله له دغو ځواکونو ملاتړ وکړي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG