د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۸

امریکا د ځانګړو روزل شویو سرتېرو یوه نوې لوا افغانستان ته استوي


امریکايي سرتېري.
امریکايي سرتېري.

د متحده ایالاتو پوځ د ځانګړو روزل شویو سرتېرو او افسرانو یوه نوې لوا افغانستان ته استوي.

د امریکا پوځ وايي، د جګړې په لومړیو کرښو کې افغان ځواکونو ته د لازمو تخنیکي سلامشورو د ورکولو په هدف د محاربو روزنکو یوه نوې لوا افغانستان ته استوي.

په بروکسل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د مرکزي دفتر ویاند کینۍ فالکنیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا نوي محارب روزونکي به د وړو کنډکونو په شکل کې له افغان امینتي ځواکونو سره وي.

نوموړې زیاته کړه چې دا محارب روزونکي به د جګړې په لومړیو کرښو کې له افغان اردو او پولیسو سره تخنیکي همکاري کوي:

فالکنیر: یاد سرتېرې به د جګړې په لومړۍ کرښه کې له افغان ځواکونو سره تخنیکي مرسته کوي.
فالکنیر: یاد سرتېرې به د جګړې په لومړۍ کرښه کې له افغان ځواکونو سره تخنیکي مرسته کوي.

"دا واحدونه به چې ځانګړي روزل شوي سرتېري په کې شامل دي د جګړې تخنیکي سلامشورې ورکوي، دا به د غوڅ ملاتړ روزنیز ماموریت ته زمینه برابره کړي چې د وړو کنډکونو په شکل کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي."

که څه هم د امریکا دفاع وزارت د امنیتي ملحوظاتو له امله افغانستان ته د لېږونکو سرتېرو شمېره نه اعلانوي، خو سټارز اینډ سټرایپس امریکايي پوځي ورځپاڼې د چارواکو په حواله ویلي دي چې د دې محاربو روزونکو شمېر به شااوخوا ۷ سوه سرتېري او افسران وي چې له ځانګړو تجربو او روزنې برخمن دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له قوله ویلي دي چې دا محارب روزونکي به له افغان ملي اردو او پولیسو سره د جګړې په کرښو کې هغه شان تخنیکي مرسته کوي څه ډول چې د امریکا ځانګړي ځواکونه له افغان کمانډو ځواک سره همکاري لري.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

جنرال نېکلسن ویلي دي د محارب روزونکو د دې لوا ځای پر ځای کېدل به افغان امنیتي ځواکونه ته ګټور تمام شي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې دې هېواد کې نوي امریکايي سرتېري ځای پر ځای کېدل او له نویو پوځي تجهیزاتو او وسایلو کار اخیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې د راتلونکي فصل لپاره چمتووالی نیسي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي دي چې سږ کال به یو ځل بیا په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه په تهاجمي حالت کې وي او له خپلو افغان متحدانو سره به په جګړو کې برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتیژۍ په چوکاټ کې د متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې درې زره او نهه سوه تازه دمې سرتېري ځای پر ځای کوي.

XS
SM
MD
LG