د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۳

پنټاګون په افغانستان کې خپل جنګي لګښت افشا کړ


پنتاګون وایي، د هغو زرګونو اضافي سرتېرو لپاره چې د امریکا ولسمشر د افغانستان د جګړې لپاره په پام کې نیولي، په یوه کال کې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د امریکا لوړپوړو پوځي مشرانو د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د استازو جرګې ته وویل، د هغو سرتېرو چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپارښتنه افغانستان ته لېږل کېږي، کلنی لګښت څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

په دې سره ټول ټال په افغانستان کې د امریکا کلنی پوځي لګښت ۱۲،۵ میلیارده ته رسېږي.

د کانګرس د پوځي خدماتو د ګډې کمېټې په غونډو کې داسې مهال د افغانستان په جګړه کې د امریکا د پوځي لګښتونو په اړه خبرې شوي چې تر دې وړاندې جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‌کېن د امریکا پر دفاع وزیر او لوی درستیز انتقاد کړی وو چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ اساسي جزئیات‌یې نه‌دي په ډاګه کړي.

دغه ستراتېژي شپږ اوونۍ دمخه اعلان شوې وه.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

جان مک‌کېن ویلي دا سمه نه‌ده چې دفاع وزیر جېمز مټېس او لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد د دغې استماعیه غونډې تر پیل دمخه کتبي اسناد نه‌وو وړاندې کړي.

دا معمول دی چې مشران د معلوماتو ورکولو پر مهال تر لفظي بیاناتو دمخه، د کانګرس کمېټو ته کتبي یا لیکلي اسناد وړاندې کوي.

مټېس او ډانفورد چې د سې شنبې په ورځ‌يې د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته معلومات ورکول هڅه کوله چې د سنا غړو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د ډېرېدو په برخه کې ډاډ ورکړي او هغوی قانع کړي چې د ولسمشر پلانونه به په دې برخه کې ګټور وي.

د مجلس یو شمېر غړو له دې کبله اندېښنه درلوده چې ګواکي امریکا خپل ځان په داسې ګران بیه جګړه کې لا ډېر ورښکېل کوي چې د کامیابۍ څرک‌یې نه‌معلومېږي.

دفاع وزیر وویل چې د افغانستان پوځ او پولیس په تېرو ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په بشپړ ډول په عملیاتو کې ورښکېل دی او لږ تلفات لري.

نوموړی زیاتوي دغه ځواکونه د جګړې په ډګر کې د خپلو ظرفیتونو لوړولو ته دوام ورکوي.

جېمز مټېس دغه‌راز د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر ختمېدو ټینګار وکړ، خو د طالبانو په وړاندې یې له جدي دریځه خبرې وکړې، زیاته‌یې کړه:

طالبان باید د تروریستانو له ملاتړ لاس واخلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

"د جنوبي اسیا لپاره زموږ ستراتېژي پر طالبانو ټینګار کوي چې د سولې یوازنۍ لار مذاکرات دي، اوس‌یې وخت دی چې طالبان پوه شي چې په وژنو سره نه‌شي کولای واک ته ورسېږي او دا هم نه‌شي کولای چې د پولې هاخوا هغو ترورېستانو ته پناه ورکړي یا یې ملا وتړي چې هدف‌یې موږ ته تاوان رسول دي."

ښاغلي مټېس زیاته کړه افغان ځواکونه لا پیاوړي شوي دي ځکه پوهېږي چې د طالبانو په وړاندې جګړه کې د امریکا او ناټو د هوایي ملاتړه برخه‌مند دي.

خو د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورد اعتراف وکړ چې د افغانستان جګړه اوس‌مهال په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ ده.

نوموړي وویل:

"موږ په داسې مرحله کې نه‌یو چې د دې جګړې د ختمولو لپاره یوه بریالۍ حل لاره وړاندې کړو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په اګست میاشت کې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه او ویې‌ویل چې امریکایي ځواکونه به تر هغو پر دښمن بریدونه کوي چې جګړه ترې ګټي، القاعدې ته به ماته ورکوي او د امریکا په وړاندې د ترورېستانو د بریدونو مخه به نیسي.

XS
SM
MD
LG