د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ټرمپ: له افغانستان نه وتل خوندي انتخاب نه وو


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستي څرګندونې چې په یوه خصوصي مجلس کې يې کړي دي،راخستي دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د والیانو په کلنۍ غونډه کې وویل په لومړي سر کې ده غوښتل چې د افغانستان د جګړې لګښت بند کړي خو کله چې ورته امریکايي جنرالانو قناعت ورکړ چې زیات شمیر تروریستي سازمانونه په افغانستان کې دي، نو له دغه هېواد څخه وتل ورته خوندي انتخاب نه و.

ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر ټرمپ په دې خصوصي مجلس کې وویل وروسته تر هغې چې جنرالانو يې ورسره محرم معلومات شریک کړل دی دې نتیجې ته ورسېد چې امریکا په افغانستان کې د موجودو تروریستانو له ځپلو پرته بل انتخاب نه لري کنه نو امریکا به د ۲۰۰۱ کال د یوولسم سپټمبر په شان د بلې حملې شاهد وي.

ډونالد ټرمپ ویلي هغه تروریستان چې پر امریکا برید وکړ په افغانستان کې روزل شوي وو.

د واشنګټن پوسټ په وینا ډونالد ټرمپ افغانستان د تروریستانو د تمویل له نظره د وارټون ماليې پوهنځي سره تشبیه کړی دی.

د امریکا په پینسلوانیا ایالت کې وارټون مالي پوهنځي د امریکا او نړیۍ په سطحه د اقتصاد او مالي چارو مخکښ فارغان ورکړي دي.

جینز ډیفینس:

جینز ډیفینس اونیزې کابل ته د امریکا د دفاع د وزیر جیمز متېس د سفر پر مهال د کابل پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د برید په اړه لیکنه خپره کړې ده.

جینز ډیفینس اونیزه لیکي، د افغان دولت د وسله والو مخالفانو دې حملې د متېس سفر تر سیوري لاندې راوست.

اونیزه د دې پېښې پر مهال په خطا سره د یوې امریکايې الوتکې د راکټي برید له امله د ملیکانو د مرګ ژوبله هم یاده کړې ده.

جینز ډیفینس اونیزې د امریکا د مرکزي قوماندې د اعلاميې له مخې ویلي چې وسله والو د سپکو راو درونو وسلو پواسطه د کابل پر هوايې دګر ډزې وکړې چې زیات شمیر ملکیان يې په خطر کې واچول.

اونیزه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو پر برید کونکو ځوابي حمله وکړه او د امریکا جنګي الوتکو د هوا له لارې هغه ودانۍ په نښه کړه چې وسله وال په کې ځای پر ځای شوي وو.

XS
SM
MD
LG