د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د داعش د ځپلو لپاره د افغان ځانګړو کمانډو ځواکونو د قوماندانۍ پلانونه!


د افغان ځانګړو کمانډو ځواکونو د قول اردو قومانداني وایي، پلان لري چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اسلامي دولت ډله یا داعش وځپي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د خوځښتونو په اړه اندېښنې موجودې دي، د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قوماندان د یادې ډلې د ځپلو په هدف د خپلو راتلونکو پلانونو خبره کوي.

د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان بسم‌الله وزیري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» یوې خبري غونډې ته وویل، دوی هڅه کوي چې داعش ډله په بېلابېلو سیمو په ځانکړي ډول د افغانستان په شمال کې وځپي.

افغان کمانډو ځواکونه
افغان کمانډو ځواکونه

نوموړي زیاته کړه:

"په هغو جبهو کې چې موږ د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې له داعش سره په جګړو بوخت وو، سلګونه داعشیان مو له‌منځه وړي، موږ خپل تصفیوي عملیات په فاریاب، سرپل او دغه‌شان په جوزجان کې ترسره کړي او هلته په نږدې وخت کې له داعش ډلې او طالبانو سره د مبارزې په هدف، ځانګړي پلانونه هم لرو."

که څه هم ښاغلی وزیري د داعش ډلې د ځپلو په هدف د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو ډاډ يې ورکړ چې د کمانډو ځانګړي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال او په اوس وخت کې په ښه وضعیت کې دي.

د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان دغه‌شان وویل چې دوی په تېرو نهو میاشتو کې له ۲۰۰۰ زیات پوځي خوځښتونه ترسره کړي چې په‌کې د داعش جنګیالیو په ګډون ۶۱۰۱ وسله‌وال مخالفین وژل شوي، له درې زرو ډېر ټپيان شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله‌‎والو مخالفینو پر ضد له ۴ زرو ډېر ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې په دغو عملیاتو کې د افغان حکومت له ۹ زره ډېر وسله‌وال مخالفین وژل شوي ۴ زره ټپیان شوي او د ۱۳۰۰ په شااوخوا کې نیول شوي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غوندې دمخه رسنیو ته په خبرو کې وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او د دوی ځيني مشران هم وژل شوي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

یو شمېر هغه ځوانان چې تازه د کمانډو ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي او د ځانګړو کمانډو ځواکونو په قول اردو کې پوځي روزنه ورکول کېږي، خلکو ته د امنیت د تأمين ډاډ ورکوي.

له دې ډلې دوه تنو ځوانانو محمد حسین او احسان‌الله ازادي راډيو ته وايي:

"زموږ درسونه په ډېره لوړه کچه روان دي او خلکو ته دا ډاډ ورکوم چې زه د خپلو خلکو په خدمت کې یم او د هېواد له سرحداتو دفاع کولای شم."

"زه خلکو ته دا ډاډ ورکوم چې موږ د همدې خاورې بچیان یوو او د همدې خاورې ساتنه به کوو."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترورېستي په ځانګړي ډول د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي او خلک له دولته د امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي.

تازه د جوزجان د ولایتي شورا رئیس د داعش لیکو ته د ځوانانو د جلب او جذب او د دغې ډلې له‌خوا د فرمانونو د صادرولو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې داعش له خلکو باج اخلي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG