د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

په جنوب ختیځه حوزه کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنې


د ۲۰۳ تندر قول اردو مسؤلین په جنوب ختیځه حوزه کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت او فعالیت خبره کوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وايي، د طالبانو حقاني شبکې او القاعدې ډلې ترڅنګ بهرني جنګیالي هم په جنوب خیتځو ولایتونو کې ګواښونه کوي.

د دغې قول اردو قوماندان شعورګل له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې پاکستاني، ازبکي، چیچنیايي او د ځینو نورو هېوادونو جنګیالي په یادو سیمو کې شته چې یو شمېر یې نیول شوي هم دي.

نوموړی په دې وايي:

" موږ په دې اړه سند لرو، تېره اوونۍ مو ۱۰ چیچنیايي جنګیالي له خپلو کورنیو سره په لوګر ولایت کې ونیول او عدلي او قضايي بنسټونو ته مو وسپارل، دغه شان اسناد موجود دي چې پاکستاني، ازبک او چیچنیايي جنګیالي شته او موږ هغه نیولي او دولت ته مو سپارلي دي. "

د نوموړي په خبره، یاد جنګیالي ان کابل ته څېرمه په لوګر ولایت کې فعالیت لري.

افغان حکومت هم تل ویلي چې افغانستان د جګړې په ډګر کې له شااوخوا ۲۰ کورنیو او بهرنیو ترورېستي ډلو سره مخ دی.

له دې وړاندې په شمال کې د شاهین قول اردو مسؤلینو هم په شمال زون کې د داعش ډلې په لیکو کې د بهرنیو او په ځانګړي ډول، د منځنۍ اسیا د اتباعو په اړه ویلي وو.

د جوزجان د درزاب ولسوال هم په دې ورستیو کې ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې د دوه ښځو په ګډون، ۱۲ الجزایري او څلور فرانسویان لیدل شوي دي.

داعش ډله، القاعده شبکه، حقاني شبکه، د طالبانو تحریک، د ازبکستان اسلامي جنبش، لشکر طیبه، لشکر جنګوي او چیچنیايي جنګیالي هغه ترورېسي ډلې دي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمېر غړي په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د فعالیت پراخېدل د اندېښنې وړ بولي او پر وړاندې یې د حکومت د جدي مبارزې غوښتنه کوي.

د دغه کمېسیون غړې شکیبا هاشمي ازادي راډیو ته وویل:

" که داعش او یا بهرني جنګیالي دلته حضور لري، دا بل بحث دی، خو باید پولې مو ټینګې او د دوی د تګ راتګ مخه مو نیولی وای چې له بده مرغه دغه کار نه دی شوی. "

مېرمن هاشمي وايي، که په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د موجودیت او فعالیت مسئله جدي ونه نیول شي او پر وړاندې یې رښتینې مبارزه ونشي، ښايي دغه هېواد د ترورېستي ډلو پر مرکز بدل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG