د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د جوزجان چارواکي: د قوش‌تپې او درزاب ولسوالیو ټول کلي له داعشیانو سره دي


په جوزجان کې چارواکي وايي، د قوش‌تپې او درزاب ولسوالیو ټول کلي د داعشیانو په لاس کې دي او د حکومت واکمني یوازې په څو پوستو او د ولسوالیو په ودانیو پورې محدوده شوې ده.

د درزاب ولسوال باز محمد داور تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو ولسوالیو ډېر خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او د جوزجان مرکز ته‌یې پناه وړې ده.

داور ازادي راډیو ته وویل، په هغو سیمو کې چې خلک‌یې تښتېدلي اسلامي دولت نومي یا داعش بهرني وسله‎وال اوسي او فعالیت کوي.

داعش وسله وال
داعش وسله وال

بازمحمد داور وايي:

"د حکومت په لاس کې یوازې د قوماندانۍ ودانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ دي او څو پوستې هم لرو، نور د درزاب او قوش‌تپې ټول کلي داعش نیولي دي."

خو د هغه په وینا، د داعش وسله‎والو په درېیو کلیو کې خپل اساسي مرکزونه او د وسله‎والو د روزنې کمپونه جوړ کړي دي.

باز محمد داور وویل:

"د هغو درېیو کلیو ۹۰ فیصده اوسېدونکي مرکز ته راتښتېدلي دي. د داعش وسله‎وال په هغو سیمو کې د خلکو په کورونو او د ښوونځیو په ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي. له کومه ځایه چې د هغوی حرکت پېلېږي د مغول، سردره او ګل‌خانې کلي دي."

داعش وسله‎والو په درېیو کلیو کې خپل اساسي مرکزونه جوړ کړي.

د درزاب ولسوال روانه اوونۍ رسنیو ته وویل چې په درزاب ولسوالۍ کې د الجزایر ۱۲ وګړي او د فرانسې څلور وګړي چې دوه ښځې هم په‌کې دي، نوي لیدل شوي او باور پر دې دی چې د داعش وسله‎وال روزي.

یو شمېر غربي څارونکو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د داعش وسله‎وال غالباً د تاجکستان له لارې افغانستان ته ځي، خو د درزاب ولسوال وویل چې د ورتګ لارې يې نه‎دي معلومې شوي.

د فرانسې خبري اژانس د یو شمېر څارونکو په حواله وویل چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې، نو ښايي یو شمېر وسله‎وال‌يې له منځني ختيځه تښتېدلي او د افغانستان لور ته‌یې مخ کړې وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې راپورونو تر خپرېدو وروسته وویل چې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» به د درزاب ولسوالۍ د تصفیې لپاره پوځي عملیات پیل شي.

خو د جوزجان امنیه قوماندان رحمت‌الله ترکستاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په درزاب او قوش‌تپه کې د داعش پر ضد د پوځي عملیاتو دقیق وخت لا نه‎‎دی څرګند شوی.

رحمت‌الله تُرکستاني وویل:

"یو شمېر فرانسویان، المانیان، د چچنیا وګړي، ازبکان، د طاهر یولداش د ډلې خلک او نور بهرنیان شته چې د درزاب په سردره کلي او د قوش‌تپې په چقمه چقور کلي کې ځای پر ځای شوي دي. ازبکان له کورنیو سره راغلي، خو نور یې تقریباً ټول جره‌ګان دي."

د جوزجان امنیه قوماندان ادعا کوي چې وسله‎والو کسانو ته پوځي اکمالات له پاکستانه کېږي او خوراکي مواد د سیمې له بازارونو اخلي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته په مرکو کې ویلي چې په درزاب او قوش تپه کې ټول ښوونځي تړلي، خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او کښتونه او کروندې شاړې پاتې دي.

بې ځایه شوي کډوال
بې ځایه شوي کډوال

د جوزجان د مدني ټولنې یوه فعال علي شیر انتظار جوزجاني ازادي راډيو ته وویل:

"په درزاب ولسوالۍ کې ۳۷ ښوونځي بند دي او ۳۱۹ ښوونکي بې‌برخلیکه پاتې دي. په قوش‌تپه کې ۲۵ ښوونځي تړل شوي دي او ډېر خلک له خپلو سیمو تښتېدلي دي."

د سیمې خلک له مرکزي حکومته غواړي چې هلته د داعش پر ضد عملیات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په جوزجان کې د ازادي راډیو خبریال پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» د درزاب د پخواني ولسوال رحمت‌الله حشر په حواله وویل چې د ازبکستان د اسلامي تحریک د مشر طاهر یولداش زوی هلته د ځوانانو په جلب او جذب بوخت دی او د انتحاري حملو لپاره وګړي روزي.

د درزاب د پخوانی ولسوال رحمت الله حشر
د درزاب د پخوانی ولسوال رحمت الله حشر

د افغانستان امنیتي ادارو په شمال کې د طاهر یولداش د زوی د فعالیتونو په اړه نوې تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG