د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۸

وزیري: داعش ته په ترورېستي فعالیت کې له کوچنیانو د استفادي اجازه نه ورکوو


د افغانستان دفاع وزارت په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والې ډلې ترورېستي فعالیتونه تائیدوي، خو دا چې دغه ډله هلته يو شمېر ځوانانو ته ترورېستي روزنه ورکوي، نه مني.

که څه هم د جوزجان ولایت يو شمېر سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په ځېنو ولسوالیو کې د داعش ډلې له خوا يو شمېر تنکیو ځوانانو ته د روزنې خبره کوي، خو د افغانستان دفاع وزارت دغه موضوع نه تائيدوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۸ مه ازادي راډيو ته وویل چې داعش ډله د جوزجان ولایت په ځېنو سیمو کې فعالیتونه لري، خو دغه فعالیتونه تر دې کچې نه دي چې د ښوونځیو ماشومان دې د خپلو ترورېستي افکارو تر اغېز لاندې راولي.

دولت وزیري
دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"موږ په جوزجان ولایت کې څو وارې عملیاتکړي او داعش ډلې ته مو درانه تلفات اړولي، موږ دا تائیدوو چې په جوزجان کې د داعش تحرکات شته، خو پر دوی زموږ ځمکنۍ او هوايي حملې دوام لري، موږ دغې ډلې ته دا اجازه نه ورکوو چې په دغه ولایت کې ځای په ځای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې ورستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې داعش ډله د دغه ولایت په ځينو سیمو کې تنکیو ځوانانو ته روزنه ورکوي.

د جوزجان ولایت د مسؤلینو په خبره، داعش ډله له دوو کلونو راهیسې، د دغه ولایت په درزاب او قوش ‌تېپې ولسوالیو کې فعالیت لري چې د دوی په خبره، که مخه يې ونه نیول شي، فعالیتونه به يې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

د افغانستان دفاع وزارت هم مني چې له ننګرهار وروسته جوزجان هغه ولایت دی چې داعش ډله په کې ډېره فعاله ده، خو دوی ټینګار کوي چې دغې ډلې ته به دا اجازه ور نه کړي، څو په دغه ولایت کې له تنکیو ځوانانو د خپلو ترورېستي فعالیتونو لپاره استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو په ښوونځیو کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات دي او دغه ډله تنکیو ځوانانو ته هلته روزنه ورکوي.

ښاغلی غفوري وايي، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، ۵۰ تنه تنکي ځوانان يوازې د درزاب ولسوالۍ د سر درې په کلي کې د داعش ډلې تر روزنې لاندې دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري

غفوري زیاته کړه:

"په دې ورستیو کې داسې راپورونه لرو چې داعش ډله د دې ولایت د سر درې په کلي کې يو شمېر تنکیو ځوانانو ته ترورېستي زده کړې ورکوي، موږ په دې برخه کې خپلې اندېښنې شریکې کړي،هیله لرو چې د ستونزو د هواري لپاره عملیات ترسره شي."

ښاغلی غفوري وايي، د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تېپې ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیتونو له امله، ډېری ښوونځي تړلي چې له امله يې ۳۰۰۰۰ زره زده کوونکي نشي کولای، ښوونځیو ته لاړ شي.

خو دا چې د افغانستان د پوهنې وزارت په درزاب او قوش تېپې ولسوالیو کې د ښوونځيو له تړل کېدو څومره اندېښمن دی او څه حل لارې ورته لري، څه نه وايي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG