د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

چارواکي: د فرانسويانو په شمول ځیني بهرني اتباع جوزجان کې د داعش ډلې غړي روزي


د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش ډلې د شتون خبرې نوې نه‎دي، خو اوس د جوزجان ولایت چارواکي، د یو شمېر بهرنیو او په تېره د اروپايي هېوادونو د اتباعو له‎خوا، د داعش د غړو د روزلو خبره کوي او په وړاندې یې اندېښنې ښيي.

د دغه ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ د لړم ۲۲» ازادي راډیو ته ادعا وکړه، د فرانسویانو، چچینیانو، پاکستانیانو، عربو او ازبکو په ګډون ځیني بهرني اتباع، په دغه ولایت کې د داعش ډلې غړي روزي.

ښاغلی غفوري وايي، دغه مسئله‌یې څو ځلې له امنیتي مسؤلینو سره شریکه کړې، خو تر اوسه‌يې د ځپلو لپاره جدي اقدام نه‎دی شوی.

دی وايي:

"په داعش ډله کې فرانسویان او ځیني نور بهرنیان شته چې د دغې ډلې د غړو د روزلو مسؤلیت لري. پاکستانیان او چچینیان هم په‌کې دي. موږ یې تائیدوو چې بهرنیان شته، د دوی شااوخوا ۳۵ کسان دي او له کورنیو سره دلته راغلي دي."

د جوزجان د والي ویاند محمد رضاء غفوري
د جوزجان د والي ویاند محمد رضاء غفوري

سربېره پر دې د درزاب پخواني ولسوال رحمت‎الله حشر ازادي راډیو ته ادعا وکړه، دغه بهرني اتباع د سیمې زلمکي چې عمرونه‌یې د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، د ځان وژونکو حملو او د ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره روزي.

ښاغلي حشر وویل، د دغو بهرنیو موجودیت د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د ځپلو لپاره‌یې جدي اقدام وکړي، که نه نو په خبره‌یې د داعش د ډلې فعالیتونه به د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

حشر زیاتوي:

"له څو میاشتو راهیسې د بهرنیو اتباعو فعالیتونه شته. په دغو بهرنیانو کې پاکستانيان، عربان، سوډانيان، عراقيان، فرانسويان او داسې نور موجود دي او د یو لړ تحرکاتو لپاره په روزلو بوخت دي."

دغو چارواکو د خپلو ادعاوو په اړه ازادي راډيو ته شواهد او اسناد وړاندې نه‌کړل.

د جوزجان ولایت د مسؤلینو په خبره، داعش ډله له دوو کلونو راهیسې، د دغه ولایت په درزاب او قوش‌تپه ولسوالیو کې فعاله ده.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د داعش د ډلې فعالتیونه د هېواد له ختیځو سیمو نه د هېواد شمال او په تېره جوزجان ولایت ته ورسېدل.

پخوا تر دې د ولسي جرګې ځینو غړو په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د داعش ډلې پر فعالتیونو اندېښنې ښودلې دي.

  • خو پوښتنه دا ده چې امنیتي ارګانونه تر اوسه ولې نه‎دي توانېدلي ترڅو د داعش ډلې او د بهرنیو اتباعو پر ضد چې د دغې ډلې غړي روزي، اقدام وکړي؟
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش‌یې ځوابوي:

"په شمال کې مو پراخ عملیات پلان کړي، د دغو عملیاتو په پلي کېدو سره به پخوانی وضعیت تکرار نه‎شي او دغه ډلې به وځپو. موږ باید لومړی زمینې برابر کړو او بیا پر هغو ځایونو چې مخالفین په‌کې دي، ګوزار وکړو."

په ورته وخت کې د پوځي چارو ځیني پوهان، په هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه او د ځینو بهرنیو اتباعو له‎خوا د یادې ډلې د غړو روزل، د هېواد د امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې پخوانی جنرال، حي ګل سلیمان‌خېل ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه باید د هوا او ځمکې له لارې دغه ډله وځپي، ځکه د ده په خبره که داسې ونه‌شي، په شمالي ولایتونو کې به د داعش ډلې فعالیتونه نور هم پراخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG