د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې د بې‌ځایه شویو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه


د افغانستان ولسي جرګې په شمالي ولایتونو فاریاب، جوزجان او سرپل کې د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان په ولسی جرګه کې د شمالي ولایتونو یو شمېر استازي وايي، په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د روانو جګړو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي چې په ناسم وضعيت کې دي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» له پېښو سره د مبارزې پر ادارې او د سرې میاشتې پر ټولنې غږ وکړ چې دغو کورنیو ته د پام وړ مرستې ورسوي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

ښاغلی ابراهیمي وایي:

"د نړیوالو ترورېستانو له لوري په فاریاب، سرپل او جوزجان کې یو شمېر کسان بې‌ځایه شوي چې دا یوه فاجعه ده. د بېړنیو حالاتو پر کمېټې او پر سرې میاشتې ټولنې غږ کوم، څومره ژر چې کېږي د بې‌ځایه شویو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي."

د افغان چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې په ځينو شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو، وسله‌والو طالبانو او داعش ترمنځ جګړې پراخې شوي چې خلک‌یې له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د ولسي جرګې غړی سید محمد حسن شریفي بلخابي وايي، د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې ۵۰۰ کورنۍ د جګړې له امله بې‌ځایه شوي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ناسم وضعيت سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ څه موده مخکې ویلي وو چې شااوخوا نیم میلیون بې‌ځایه شوي او راستانه شوي ګډوال، لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې عالي اداره وايي چې ټولو ولایتونو ته‌یې په کافي اندازه پیسې او غذايي مواد لېږلي چې له اړتیا سره سم به وېشل کېږي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډيو ته وویل چې سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې له کورنیو بې‌ځایه شویو سره د مرستې لپاره اړین مواد استول شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې د عالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس
له پېښو سره د مبارزې د عالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس

ښاغلی سیاس زیاتوي:

"فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونه په ټوله کې ۳۴ ولایتونه اکمال شوي دي. په ځانګړې توګه جوزجان ولایت ته مو کافي پیسې او غذايي مواد لېږلي. واليان چې د بېړنیو حالاتو د ولایتي کمېټې مسؤلین هم دي، تصمیم نیسي. نه‌یوازې میرزا اولنګ، بلکې ټولو ولسوالیو کې له بې‌ځایه شویو سره مرستې کوي."

ښاغلی سیاس زیاتوي چې د نړیوالې ټولنې او یو شمېر مؤسسو په مرسته‌یې د ژمي لپاره پلان وروستی کړی چې له مخې به‌یې د پېښو د خطر د کمولو تر څنګ له اړو کسانو سره په خپل وخت مرستې هم وشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG