د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۹

د تیر کال امنیتې ستونزې او لاسته راوړنې


افغان چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۲ لمریز کال له ډیرو ستونزو سره سره امنیتي ځواکونو ښې لاس ته راوړنې او پرمختګونه هم درلودل.

دوی د امنیتي مسوولیتونو د څلورو پړاونو ترسره کیدل، د ملي اردو د ځواکونو په مشرۍ د پوځي عملیاتو کول، د ملي اردو او پولیسو د ظرفیتونو لوړول او د ډیر شمېر بهرنیو ځواکونو د تشې ډکول له اساسي لاس ته راوړنو څخه بولي.

خو په عین حال کې دا مني، چې په تیر میلادي کال د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم له نورو کلونو څخه زیات وو.

بل لور ته د ملګروملتونو سازمان هم وایي، چې په افغانستان کې تیر کال د ملکي تلفاتو اندازه هم ډیره زیاته وه.

افغان امنیتي چارواکي تیر لمریز کال له لاسته راوړنو ډک بولي، خو په عین حال کې په دې کال کې ځینو جدي ستونزو او ناخوالو ته هم ګوته نیول کیږي.

افغان چارواکي وایي، چې په دې کال کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد څلور پړاونه عملي شول او د پوځي عملیاتو مشري هم افغان امنیتي ځواکونو ترلاسه کړه.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، چې پردې سربیره ځیني نورې لاس ته راوړنې هم د ملي اردو ځواکونو درلودلې:

"موږ تیر کال د عقاب په نوم پوځي عملیات درلودل، ډیرې سیمې مو له وسله والو مخالفانو نه ازادې کړې.

دغه راز یوه د انجنیرۍ او دوه ضربتي لواګانې جوړې شوې، د کمانډو فرقه پیاوړې شوې، د انجنیرۍ او مخابرې کنډکونه جوړ شول.

همدا راز د کشف او استخباراتو کنډکونه رامنځته شول، امنیتي مسوولیتونه مو ترلاسه کړل او د عملیاتو مشري زموږ پرغاړه شوه."


ښاغلي وزیري وویل، چې په تیر کال کې د عقاب په نامه پوځي عملیات د افغان امنیتی ځواکونو له خوا ترسره شول چې د لوګر په ازرې، د ننګرهار په حصارک، د کونړ په چپې درې او د هلمند په سنګین ولسوالیو کې یې ښې لاس ته راوړنې هم درلودې.

افغانستان دا مهال د ملي امنیت د زرګونو ځواکونو ترڅنګ یو لک او پنځه نوي زره د ملي اردو سرتیري او څه باندې یونیم لک ملي پولیس لري، دغه راز زرګونه سیمه ایز پولیس هم د دې هېواد په نا امنو سیمو کې فعالیت لري.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي وایي، افغان امنیتي ځواکونه اوس دې حد ته رسیدلي، چې په یوازې توګه کولای شي د وسله والو مخالفانو پر ضد عملیات ترسره کړي.

ښاغلي خلیلي څرګندوي، چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې دوی ډاډه دي، چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي له خپل هېواده دفاع وکړي:

"موږ د بهرنیو ځواکونو له وتلو نه اندیښنه نه لرو، ځکه چې نن زموږ د ملي اردو ځواکونه هغه حد ته رسیدلي، چې د تروریزم پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي.

زموږ پولیس او ملي امنیت ځواکونه هم هغه وړتیا پیدا کړې چې د ملي اردو ترڅنګ له خپل هیواد نه دفاع کوي.

نن زموږ ملي اردو ښه ظرفیت لري او ښې مرحلې ته رسیدلې ده."


د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري مني، چې د ۱۳۹۱ لمریز کال په مقایسه په تیرکال کې د ملي اردو د سرتیرو تلفات زیات شوي خو ده یې دقیقه شمیره څرګنده نه کړه.

ښاغلي وزیري وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو اصلي علت د سړک غاړې ښخ شوي ماینونه او چاودیدونکي مواد دي.

خو په دې کال کې سربیره پردې چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات وو، په ملکي تلفاتو کې هم د وړم کال په مقایسه زیاتوالی راغی.

د ملګروملتونو په یوه راپور کې چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په پای کې په کابل کې خپورشو وویل شول چې په دې هیواد کې نږدې درې زره ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا شپږ زره او اوه سوه ټپیان شویدي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش هم له دې امله سخته اندیښنه وښوده او ویې ویل چې ملکي وګړو ته ډیرتلفات د وسله والو مخالفانو لخوا اوښتي دي:

"ملکیان تر ډیره د دولت د موجودو مخالفوعناصرو د فعالیتونو،کارونو او تاکتیکونوپه نتیجه کې وژل کیږي.

زه غواړم تاسوته په یاد کړم چې له طالبانوپرته نورې ډلې هم شته چې عملیات کوي او په دې کې مونږ د حکومت ټول مخالف عناصرپه ګوته کولای شو."


د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجیت ګینان هم وویل چې دوی په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې د ۱۳۹۲ لمریزکال شاوخوا نهه میاشتې پکې راځي د ښځواوماشومانو د ډیرو تلفاتو له امله سخت اندیښمن شویدي.

په عین حال کې د امنیتی چاروڅیړونکي هم سره له دې چې په تیرلمریزکال کې د امنیتی ځواکونوځینې لاس ته راوړنې له پامه نه غورځوي وایی چې دا کال د ملکیانوترڅنګ د امنیتی ځواکونو لپاره هم ډیرخونړۍ کال وو.

د پوځي چارو څیړونکی جنرال عتیق الله امرخیل آزادي راډیو ته وویل چې په دې کال کې په کابل او ولایتونوکې وسله والو مخالفانو ډیرې انتحاري او وسله والې حملې وکړې چې پکې د امنیتی ځواکونوترڅنګ ملکي کسانوته هم مرګ ژوبله واوښته.

ده وویل په تیرلمریزکال کې هغه شان چې امنیتی چارواکي وایی افغان امنیتی ځواکونو لاس ته راوړنې نه درلودې:

" په دې کال کې مونږ ديربریالیتوبونه نه دي ترلاسه کړي خودا یوه بریا ده چې ملي اردو نن د خلکوپه زړونوکې ځای لري اوافغان ځواکونه تربهرنیوځواکونو ښه او د خلکو خوښ دي.

یوه ستونزه ده چې کله افغان امنیتی ځواکونوکوم ځای نیولی بیرته یې پریښې او هلته بیا وسله وال مخالفان راغلي.

دوی لاهم هغه لازمې وسلې اوتجهیزات نلري چې ورسره ژمنه شوې وه او لاهم د دوی مسلکي روزنه کمزوری ده."


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي سربیره پردې چې ستونزې او خنډونه مني خو د ښاغلي امرخیل له دې خبرو سره ډیرموافق نه دي.

دوی وایی چې په تیرلمریزکال کې له افغانستان څخه شاوخوا یولک بهرني سرتیري ووتل او د دوی نږدې دوه سوه پوځي مرکزونه افغان امنیتی ځواکونو ترلاسه کړيدي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم وایی چې د ملی اردو ترڅنګ پولیس هم په دې کال کې ښه وروزل شول او سیمه ایز پولیس هم د شمیراوفعالیت له اړخه پیاوړي شوي.

خو د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزی مني چې لاهم پولیس او ملي اردو د پوځي امکاناتو او تجهیزاتو له درکه ډیرې ستونزې اونیمګړتیاوې لري.

ښاغلي داوودزي د ځینو نورو افغان چارواکو په څیرله بهرنیوځواکونونه وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزاتوته پام وکړي ترڅو وتوانیږي له تروریزم سره جګړه په ښه ډول پرمخ بوځي:

" مونږ تراوسه د ملي اردو د اکمالاتواوتجهیزاتوله درکه هم راضي نه یو او د پولیسو په برخه کې خو بیخي راضي نه یو.

د دوی تجهیزات اواکمالات له دندو سره نه دي برابر.

هیله ده زمونږ نړیوال دوستان خپل ټول هغه تجهیزات چې دلته یې لري هغه مونږ ته راکړي."


بل لورته عام خلک ترډیره د ملی اردو د ځواکونو له چلند څخه خوښ دي خو په ځینو مواردو کې د دوی پروړاندې د پولیسو له چلند څخه شکایت کوي.

د امنیتي اوپوځي چارو کتونکي هم همدې مسالې ته په اشاره سربیره پردې چې د افغان امنیتی ځواکونو تجهیزاو سمبالول ضروري بولي وایی چې د هغوی مسلکي وړتیا هم باید لوړه شي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي هم مني چې له مسلکي او روزنیز پلوه لاهم پولیس څه نا څه ستونزې لري خو دوی ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې په مرسته هلې ځلې دوام لري.

دافغان امنیتی ځواکونو د تجهیزاو لا مسلکي کولو خبره په داسې حال کې کیږي چې افغان چارواکوله پخوا نه ویلي چې له امریکا اوناټواو د هند په څیر له ځینو سیمه ایزو هیوادونوسره خبرې رواني دی ترڅو د افغان امنیتي ځواکونود روزنې او تجهیزپه برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG