د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

"که هلمند ته اضافي سرتېري و نه لېږل شي دا ولایت به سقوط وکړي"


د هلمند ولایتي شورا وايي چې د هلمند د څوارلسو ولسوالیو څخه په پنځو کې یې سخته جګړه روانه ده؛ خو پر وړاندې یې لازم اقدامات نه کیږي.

د کندز ښار د لنډمهاله سقوط څخه درې میاشتې وروسته اوس داسې اندېښنې موجودې دي؛ که افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې روانه جګړه کنټرول نه کړي؛ دغه ښار به هم د کندز له برخه لیک سره مخ شي.

د هلمند ولایتي شورا وايي چې په دغه ولایت کې دوه میاشتنیو جګړو وسله وال مخالفین پیاوړي کړي او اوس د ښار په شمول د دغه ولایت ګڼې سیمې تر جدي ګواښ لاندې دي.

د ولایتي شورا رییس کریم اتل ازادي راډيو ته وویل چې که هلمند ته په زیاته اندازه تازه دمه ځواکونه او اکمالات ور و نه رسیږي؛ دا ولایت به سقوط وکړي.

"عملاً اوس دلته په پنځه ولسوالیو او د ښار په څلورمه حوزه کې جګړه روانه ده؛ هره ورځ د دې جګړې نتیجه ډېره سخته خرابه وي؛ نو کله چې جګړه تر ښاره رارسیږي دې کې شک نشته چې ولسوالۍ سقوط کوي او دا سقوط تر ښاره هم رارسیږي."

ښاغلی اتل وايي چې دا جګړې په خانشین، موسی کلا، نوزاد، مارجه او سنګین ولسوالیو کې دي چې وخت نا وخت د وسله والو مخالفینو ولکې ته هم لوېدلي دي.

تېره ورځ د هلمند مرستیال والي محدجان رسولیار ویلي وو چې د ملي اردو له مراکزو پرته د سنګین ولسوالۍ ټولې برخې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.

هلمند د افغانستان یو له لویو او ستراتژیکو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې له پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري.

له دې وړاندې د هلمند مرستیال والي جمهور رییس غني ته په یوه پرانیستي لیک کې هلمند د ګړنګ په غاړه بللی او ویلي یې دي چې که دا ولایت یو ځل د طالبانو لاس ته ولوېد بیا نیول یې خوب؛ خیال او محال کیدای شي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا د هلمند د سقوط خطر ردوي او وايي چې هغه ولایت ته یې کافي اکمالات لیږلي دي.

د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د هلمند د وضعیت په اړه وویل:

"اوس مهال جنګ تر کنټرول لاندې دی، د هوا له لارې امکانات شوي او د امنیتي ځواکونو روحیه ښه ده؛ موږ اوس په ورو لارو هڅه کوو چې د وضعیت د لا ښه کېدو لپاره سهولتونه رامنځته کړو؛ په دې لړ کې یو شمېر کمانډو ځواکونه هم د هلیکوپټرو په واسطه هلته کوز شوي دي؛ په همدې ډول د سنګین په ولسوالۍ او ښار کې ملي اردو حاکمه ده."

بل لور ته په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت مسوولین وایي چې په هلمند کې جګړه افغان ځواکونه په مخ بیایي؛ خو دوی سلا مشورې ورکوي او ملاتړ یې کوي.

د دغه ماموریت ویاند مایکل لاهورن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د قاطع ملاتړ ځواکونه د تل په څېر هماغه د امنیتي ځواکونو د روزنې؛ مشورې او ملاتړ دنده پر مخ بیایي، د هلمند په ولسوالیو کې جګړه امنیتي ځواکونه مخ ته بیایي؛ په یوشمېر ځایونو کې کمزورۍ شته، خو په مجموعي ډول د افغان امنیتي ځواکونو فعالیتونو تر ډېره د قناعت وړ دي؛ زموږ تمرکز د قل اردو په مرسته او د افغان ځواکونو په تجهیز او روزنې دی."

د بریتانیا د دفاع وزارت هم ویلي چې یوه ډله ځواکونه یې د هلمند شورابک اډې ته بېرته ستانه شوي ترڅو هلته امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکړي.

دفاع وزارت وايي چې د هلمند جنګ نړېوالو ترهګرو پلان کړی او په کې چیچني؛ ایغور، پاکستاني او عرب جنګیالي جنګیږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG