د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د ارزګان اوسېدونکي د زېږون پر مهال د میندو د مړینې لوی لامل طالبان او حکومت بولي


د ارزګان د مرکز ترینکوټ او لسواليو خلک وايي، طالبانو او حکومت دواړو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ولس ته ستونزې جوړې کړې دي.

د ارزګان ولایت د لیرو پرتو سیمو خلکو چې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته‌يې ناروغان راوړي وو ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو او دولت پر دوی د تګ راتګ لارې تړلې دي او دوی نه‌شي کولای چې خپل ناروغان پر وخت د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورسوي چې له امله‌يې ژوند له لاسه ورکوي.

دوی پر طالبانو او حکومت دواړو غږ وکړ چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې ولس ته نوې ستونزې نه‌جوړوي.

محمد الله او اغا شیرین ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ د ناقل څخه راغلي یو ناروغان مو راوستلي دي، موږ به پخوا په نیم ساعت کې ترینکوټ ښار ته راتلو، خو اوس په ۸ او یا ۷ ساعته کې راځو هغه هم ډېره خرابه وي هر ځای موټر بند وي، زموږ لارې دې راخلاصې کړي."

"د خدای لپاره دا خلک زموږ څخه څه غواړي موږ چا ته ورشو نیمې لارې طالبانو او نیمې لارې دولت راته بندې کړې دي. موږ پر کومه خوا ولاړ شو دا اوس زموږ سره څه کېږي زموږ ګناه څه ده، زموږ ناروغان پر لارې مري."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسې د ارزګان د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره تړلې، خو له یوې اوونۍ راهیسې د ترینکوټ ښار ته هم د شااوخوا کلیو د تګ لارې تړل شوې دي.

خلک: طالبانو چورې ولسوالۍ ته د خوراکي موادو پر لېږد بندیز لګولی

ولایتي شورا: د ارزګان پر ۹۰ سلنې برخې طالبان کنټرول لري

په ورته وخت کې د ولایتي روغتون مسؤلین هم وايي چې د لارو د بندېدو له امله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر امین الله توخي
ډاکټر امین الله توخي

د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین‌الله توخي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"دوه ورځې مخکې موږ ته ولادي ناروغه راوړل شوه لاره‌يې اوږده وه ژر يې نه‌وه رارسولې کله چې يې راوړه ناوخته شوی وو ناروغ ومړ. داسې نور ناروغان هم راوړل شوي دي، موږ وایو چې د ولس لارې دې نه‌تړل کېږي."

د دغو لارو تړل کېدو نه‌یوازې ناروغان له ستونزې سره مخ کړي، بلکې په لیرو پرتو سیمو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې هم لوړې کړې دي.

د ارزګان ولایتي اداره هم ستونزې مني، خو وايي چې دغه لارې وسله‌والو طالبانو تړلې دي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی وايي چې دوی ته د خلکو شکایتونه رسېدلي، خو وايي چې وسله‌والو طالبانو د ولسوالیو او کلیو ټولې هغه لارې تړلي چې ترینکوټ ښار ته پرې تګ راتګ کېږي.

نوموړی وايي چې دوی هڅه کوي چې د قومي مشرانو په مرسته دغه ستونزه حل کړي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی.

نوموړی وايي:

"طالبانو هغه لارې تړلي چې پخوا به خلک ترینکوټ ښار ته راتله یوازې دوه لارې وې چې هغه ډېرې اوږدې دي یوه‌يې اوس موږ تړلې ده او طالبانو ته وايو چې عمومي لاره دې خلاصه کړي،خو بیا هم موږ هڅه کوو چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړو رښتیا هم خلک اوس ډېر په ستونزو کې دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

باید وویل شي چې نه‌یوازې په ارزګان کې د خلکو د تګ راتګ لارې تړل شوي، بلکې له دې وړاندې د ارزګان د ولایتي روغتون په ګډون ټول روغتیايي مرکزونه هم د دوه نیمو میاشتو لپاره د طالبانو له لوري تړل شوي وو چې خلک‌يې له ستونزو سره مخ کړي وو.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG