د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

چارواکي وايي، ارزګان‌يې د سقوط له ګواښه ژغورلی دی


د ارزګان سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت‌يې د سقوط له ګواښ څخه ژغورلی دی او امنیتي وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ارزګان ولایت کې د «شفق ۲» عملیاتو پر مهال چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پیل شوی ۶۹۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي، ۳۳۷ ټپیان او همدارنګه ۹ کسه ژوندي نیول شوي دي.

د ده په خبره چې ۱۴ میله سپکې او درنې وسلې هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي چې ۲۰ موټرونه او ۶۷ موټر سایکلونه‌یې له‎منځه تللي او همدارنګه ۴۴۷ کړۍ ماینونه‌یې کشف او خنثی شوي.

په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ
په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"زموږ عملیات اوس هم ارزګان کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف روان دي، موږ به تر هغه په دغه ولایت کې عملیات روان وساتو څو ارزګان له وسله‎والو تصفیه شي همدرانګه زه پر طالبانو غږ کوم چې د سولې لاره خپله کړي."

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې هره ورځ د پرمختګ خبر ورکوي خو د مسؤلینو په خبره چې لا اوس هم دغلته د جګړې ډګر تود دی او وسله‎والو طالبانو د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ودانیو ته په یو کېلومترۍ کې شتون لري.

په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین هم د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ ستايي.

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل وايي چې د ارزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالېو امنیتي وضعیت اوس تېرو شپږو میاشتو ته په کتو ښه شوی او هغه وېره نه‎لري چې ګنې د ترینکوټ ښار به د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږي.

نوموړي له دولته غوښتنه وکړه چې د ارزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو تر منځ د لارو د خلاصون لپاره هم کوټلي ګامونه واخلي.

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل
د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"زه د خپل امنیتي ځواکونو څخه ډېر خوشحاله یم چې بیا هم په دومره کمو امکاناتو سره وتوانېدل چې د ترینکوټ ښار يې د هېواد له دښمنانو خوندي کړی."

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی هم ورته څرګندونې لري.

ښاغلی بارکزی وايي:

"زما له مرکزي حکومته غوښتنه دا ده چې ارزګان ته جدي پاملرنه وکړي، که هوا ګرمه شي ارزګان به یو ځل بیا د سقوط له ګواښ سره مخ شي، نو امنیتي ځواکونه باید مخکې له مخکې چمتووالی ولري او سیمې دې ډېرې تصفیه کړي."

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی

له دې ټولو سره-سره د نظامي چارو کارپوهان بیا وايي چې افغان امنیتي ځواکونه باید په خپل منځ همغږي زیاته کړي.

د نظامي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې پوره همغږي نه‎لري نو ځکه د پام وړ پرمختګ نه‌شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې مل پاسوال غلام فاروق سنګري د ارزګان لپاره د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG