د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

خلک: طالبانو چورې ولسوالۍ ته د خوراکي موادو پر لېږد بندیز لګولی


د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ خلک وايي، وسله وال طالبان غواړي دوی له لوږي مړه کړي او وروسته خپلو هدفونو ته ځانونه ورسوي.

دغو خلکو د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۱»ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو ۲۰ ورځو را هیسې وسله والو طالبانو ولسوالۍ ته د تګ راتګ ټولې لارې ورباندې تړلي دي او دغه راز يې ولسوالۍ ته د خوارکي او غیري خوارکي توکو د لېږد مخه هم نیولې ده.

دوی وايي، په یاده ولسوالۍ کې اوس د خوارکي توکو بیې اسمان ته ختلي او زیات شمېر خلک اوس له لوږې نه دې ته مجبوره شوي چې له یادې ولسوالۍ څخه کډه وکړي.

دغه خلک له دولت نه غواړي چې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې دې له طالبانو څخه خلاصه کړي او د خلکو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.

د چورې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو داسې وویل:

محمد کریم ــ وسله وال طالبان موږ نه پرېږدي چې خپل کور ته خوارکي او یا هم غیري خوارکي توکي ولېږدوو، ځکه زموږ کور د ولسوالۍ بازار ته نېږدې دی او دوی راته وايي چې تاسو دغه څه په بازار کې خرڅوي.

سلام جان ــ زموږ په ولسوالۍ کې اوس یوه ۳لېټره ډبه غوړي په ۸۰۰ کالدارې ده، یوه بوجې ۵۰کېلويي وړه ۳۵۰۰کالداري ده او په بازار کې یوه ډوډۍ په ۶۰کالداري ده دايي، څو مثالونه دي نور شیان ورته حالات لري دابه څنګه يوه غریبه کورنۍ په چوره ولسوالۍ کې ژوند وکړي او څه به خوري."

د چورې اوسېدونکي وايي د ولسوالۍ پرېښودلو ته اړ شوي.
د چورې اوسېدونکي وايي د ولسوالۍ پرېښودلو ته اړ شوي.

دغو خلکو په جګړه کې پر ښکېلو خواوو هم غږ وکړ چې له دوی څخه دي په خپلو منځونو کې د سپر په توګه کار نه اخلي او خپلو ورځینو چارو ته دې پرېږدي.

له دې سره د چورې ولسوال امین الله خالقي هم د خلکو دغه خبرې تائیدوي خو وايي چې د ولایتي ادارې د مرستې په تمه دی.

نوموړی خپله هم ورته څرګندونې لري:

"د چورې ولسوالۍ د خلکو خبرې زه تائیدوم پر هغوی باندې وسله والو طالبانو له تېرو۲۰ ورځو راهیسې هرڅه بند کړي دي او لارې ورباندې تړلې دي، خو له ماسره ولایتي ادارې د یادې لارې د خلاصون ژمنه کړې ده."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره وايي، پلان لري دغه لاره د وسله والو طالبانو له منګلو راخلاصه کړي او د خلکو پر مخ يي پرانېزي.

د والي مرستیال عبدالواحد پټان وویل:

عبد الواحد پټان
عبد الواحد پټان

"د خلکو ستونزې پر ځای دي او موږ ته هم له مرکزي ادارې څخه امر راغلی چې د یادې ولسوالۍ لاره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړو او تاسې به وګوری چې موږ دغه لاره نېږدې وخت کې خلاصه کړو."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره له تېر یونیم کال راهیسې وسله والو طالبانو د ترافیکو پرمخ تړلي دي او دغه راز شااو خوا۵۰ روغتیايي مرکزونه هم د ناروغانو پرمخ تړلي پاتې دي.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG