د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

ارزګانیان: د ښار دروازې راباندې تړلي او روغتیايي اسانتیاوې هم نه لرو


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر خلک وايي، له یوې خوا جګړې د ښار ټولې دروازې ورباندې تړلي دي او له بلې خوا له ډېرو رغتیايي اسانتیاوو بې برخي دي.

د دغه ولایت یو شمېر خلکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې یوازې د عادي ناروغانو درملنه کېږي نه د سختو ناروغانو.

د دغه کسانو له ډلې یو هم امیر محمد وايي:

"نن مې څلورمه ده چې دغه روغتون ته مې ناروغان راوستي، ډاکټران هېڅ پاملرنه نه کوي، درمل نه ورکوي، د ۸ زرو روپو دوا مې له بازاره راوړې. ډاکټران وايي دې ناروغ درملنه دې دلته نه کېږي، کندهار ته یې یوسه."

بل هم روزي‎خان د کندهار د نیښ ولسوالۍ څخه یې خپل ناروغان د دغه ولایت ولایتي روغتون ته راوړي.

نوموړی وايي:

"زما زوی په مرمۍ لګېدلی، ډاکټران راته وايي دا یوسه کندهار ته دلته يې درملنه نه‎کېږي، خو زه دومره پیسې نه‎لرم چې کندهار ته یې یوسم، دولت باید ښه- ښه ډاکټران راولي."

ارزګان ولایت یو د افغانستان د هغه ناامنه ولایتونو له ډلې دی چې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې په‎کې د جګړې ډګر تود دی او همدې جګړې اوس خلک نه یوازې دا چې له روغتیايي اسانتیاوو څخه بې برخې کړی بلکې له اقتصادي بهران سره يې هم مخ کړی دی.

په ورته وخت کې د ولایتي روغتون مسؤلین د خلکو دغه ستونزې مني او وايي چې دغه ستونزې په څو-څو ځلي تر مرکزي ادارې رسولي خو هغوی تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه‎دي کړي.

د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین الله توخي
د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین الله توخي

په دغه ولایت کې د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زموږ د ولایتي روغتون تشکیل ډېر کم دی، یعنې موږ اوس دغه روغتون کې د اورتو پي ډي ډاکټر نه‎لرو، د جراحي اعصابو نه لرو، د ګوش ګولو ډاکټر نه لرو، جلدي ډاکټر نه‎لرو، د سترګو ډاکټر نه‎لرو، موږ د دغه ناروغانو دغه ستونزې منو، موږ ته دغه مریضان ډېر راځي خو موږ يې بېرته په لاس ورکړو چې دا یوسه کندهار ولایت ته دلته يې درمنله نه‎شو کولای."

خو له دې ټولو سره- سره د عامې روغتیا وزارت مسؤلین هم په دغه ولایت کې دغه ستونزې مني.

دغه وزارت کې د ولایتونو د هماهنګي د برخې رئیس ډاکټر عبدالولي عزیز ازادي راډيو ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت د دغه برخو ډاکټران یوازې لومړۍ درجه ولایتونو ته په تشکیل کې ورکړي دي، نه دوېیم او درېیم درجه ولایتونو ته.

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"د ارزګان ولایت خلکو او د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسؤلینو چې کومې خبرې کړي دا موږ تائیدوو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ پر اساس موږ هغه ولایتونو ته چې دوېیم او درېیم درجه ولایتونه وي هغومره تشکیلات نه‎دي ورکړي لکه اول درجه ولایتونو ته."

د یادونې وړ ده چې د ارزګان خلک خپل عاجل ناروغان په داسې حال کې ګاونډي ولایت کندهار ته لېږدوي چې عمومي لاره يې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې او یو شمېر خلک يې پر نورو فرعي لارو په ساعتونو ساعتونو مزل وروسته کندهار ته رسېږي.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG