د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

امرخېل: زورواکي له فساد سره د مبارزې پر وړاندې خنډ ګرځېدلي


د اداري فساد پر وړاندې د افغاني شبکه د فساد پر وړاندې د حکومت هڅې ستايي، ټینګار کوي چې اوس هم یو شمېر زور واکي د فساد پر وړاندې مبارزې ته جدي خنډ دی.

د غه شبکه وايي، په تېرو څو کلونو کې زورواکو په نظام کې دننه نفوذ کړی چې په یو نه یو ډول یې دغه مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده.

د دغې شبکې رئیس خان زمان امرخېل د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې له فساد سره د حکومت روانه مبارزه د ستایلو ده، خو په خبره یې د نظام په دننه او له نظامه بهر زورواکو دغه مبارزه اغېزمنه کړې.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید له فساد سره مبارزه په جدیت سره مخته یوسي او دغه شان د زورواکو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"هره هڅه په ځانګړې توګه چې د فساد پرضد کېږي، باید وستایل شي، خو هغه اصلاحات چې حکومت یې پلي کول غواړي، زور واکي یې پر وړاندې خنډ ګرځېدلي، حتی دوی په سیسټم او نظام کې دخیل دي."

ښاغلی امرخېل وايي، نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو په دې برخه کې د حکومت له هڅو ملاتړ کړی او حکومت هم باید دغه مبارزه په جدیت سره مخته یوسي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې روانه اوونۍ د فساد د لویو جرمونو پرضد د مبارزې عدليي او قضايي مرکز د کورنیو چارو او حج اوقافو وزارت پخواني او برحاله لوړ پوړي چارواکي او د بلخ د ولایتي شورا غړی له دندې نه د ناوړې استفادې په تور په بند محکوم کړل.

امرخېل: حکومت باید د فساد سره د مبارزې په وړاندې جدي چلند وکړي.
امرخېل: حکومت باید د فساد سره د مبارزې په وړاندې جدي چلند وکړي.

د فساد د لویو جرمونو پرضد د مبارزې عدليي او قضايي مرکز د راپور له مخې د ۱۳۹۵ کال راهیسې یعنې د دغه مرکز د جوړېدو او فعالیت راهیسې، دوی تراوسه د اوسني او پخواني حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په علني ډول په بند محکوم کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د بډې اخیستو په تور په ۱۲کاله بند محکوم شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د فساد پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون غړی محمد عبده که څه هم د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د حکومت هڅې مهمې بولي، خو وايي دغه هڅې بسنه نه کوي.

بل خوا د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د فساد پروړاندې مبارزه زیات وخت ته اړتیا لري، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې شوي اقدامات ګټور دي.

د جمهوري ریاست د ویندوي د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"له شک پرته د فساد پر وړاندې مبارزه زیات وخت ته اړتیا لري او سخته ده، خو کوم اقدامات چې شوي ډېر ښه و، ټول دغه اقدامات د حکومت د جدي تصمیم ښکارندوي کوي او هره ورځ هڅې کېږي چې شفافیت او څار زیات شي."

ښاغلی مرتضوی وايي، اوس هم د تدراکاتو په برخه کې د اصلاحاتو بهیر، د دولتي ادارو په قراردادونو کې څېړنه او د فساد د لویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز له خوا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو محاکمه همهاله روانه او هڅه کېږي چې په ټولو حکومتي ادارو کې شفافیت په یو شان یو ډول تامین شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون ټینګار کوي چې حکومت باید هغه ژمنې چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره کړې په بشپړ ډول عملي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG