د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۹

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ستراتېژیک بورډ جوړوي


افغان پولیس
افغان پولیس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او د قانون د حاکمیت په هدف یو ستراتېژیک بورډ جوړوي چې د دوشنبې په ورځ‌یې په اړه یوه مشورتي ناسته جوړه کړه.

د پولیسو د ظرفیتونو لوړول، د قانون حاکمیت، په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر ضد جدي مبارزه، د پولیسو مؤثر فعالیتونه، د پولیسو مادي امتیازات او د دغه وزارت د ټولو جزوتامونو مسلکي او تخنیکي نیمګړتیاوې له‌منځه وړل د پولیسو د ستراتېژیک بورډ مهم موضوعات دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» پر همدغه موضوعاتو د بحث یوه مشورتي ناسته جوړه کړې وه.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک یادې ناستې ته وویل، نړیواله ټولنه د خپلو مرستو په بدل کې له افغان پولیسو مؤثر مسلکي فعالیت او د مالي حسابونو شفافیت غواړي او موږ مکلف یوو چې وروسته له دې د دغو شرایطو په پوره کولو کې پاتې رانه‌شو.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

ښاغلي برمک وویل:

"نن د پولیسو د پراختیا د لومړي فاز د پرمختګ اړوند یو مقدماتي بحث لرو چې یو لړ بدلونونه په‌کې راغلي. وروسته له دې کومې مالي سرچینې چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا افغانستان ته ورکول کېږي، څنګه کولای شو چې په صداقت، شفافیت او حساب ورکونې سره‌یې د پولیسو په پرمختګ کې مصرف کړو."

ښاغلي برمک دا هم وویل چې د پولیسو د کادري سیستم د بشپړولو تر څنګ، د دې بورډ په طرحه کې د پولیسو مالي امتیازات هم په پام کې نیول شوي دي.

ده وویل، نړیوالې ټولنې ورسره منلې چې د روان لمریز کال د جدي له لومړۍ ڼېتې وروسته به د پولیسو په میاشتنۍ تنخوا کې ۵ فیصده زیاتوالی راشي.

د یادونې ده چې پخوا تر دې د افغانستان د ملي پولیسو د کړنو او د کورنیو چارو وزارت اړوندو بنسټونو کې د فساد په اړه د افغان ولسمشر په ګډون د چارواکو او خلکو له‌خوا بېلابېل انتقادونه مطرح شوي دي.

د چارو پوهان د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او پرمختګ لپاره د نویو پالېسیو جوړول ستايي، خو په عملي کولو یې هم ټینګار کوي.

افغان ملي پولیس
افغان ملي پولیس

د دغو کارپوهانو له ډلې د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي رادیو ته وویل:

"د دغه دولت په جوړښت کې هر څه چې شوي، په عمل کې پلي شوي نه‌دي او د کاغذ پر مخ پاتې شوي. یو دلیل د ناکامیو هم همدا دی. هر تصمیم چې نیول کېږی، یو لړ معقولیتونه او ښېګڼې لري او چې عملي شي، ګټه‌یې ډېره ده."

د افغانستان د پولیسو د پرمختګ او مسلکي وړتیا په اړه په داسې حال کې د نوي ستراتېزيک بورډ خبرې کېږي چې د افغانستان اکثره خلک د دغه ځواک پر مسلکي کمزوریو اندېښنې ښيي او وايي چې د امنیت په تینګښت او د جرمونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د د غه ارګان منسوبین به له دې وروسته په خپلو ورسپارل شویو چارو کې په ښه توګه وځلېږي او د قانون د هر سرغړوونکي پر وړاندې به جدي عمل وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG