د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۶

اذربایجان افغانستان کې د خپلو سوله‎ساتو سرتېرو شمېر زیاتوي


اذربایجان وايي، په افغانستان کې د خپلو سوله‎ساتو سرتېرو شمېر زیاتوي.

دا مهال ۹۴ اذربایجاني سرتېري په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت په لیکو کې موجود دي.

خو د اذربایجان د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا شمېر به ۱۲۰ سرتېرو ته لوړ کړي.

د اذربایجان پوځ همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د خپل یو ډله سرتېرو د دورې له بشپړېدو وروسته‌یې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» ۷۰ تنه تازه دمي سرتېري دې هېواد ته استولي.

د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو پرېکړه‌یې د ناټو د هغې غوښتنې په ځواب کې کړې چې له خپلو غړو او متحدانو یې افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت لپاره د سرتېرو زیاتول غوښتي.

څو میاشتې مخکې د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې ویلي و چې هېواد به‌یې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي.

XS
SM
MD
LG