د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۵۸

دفاع وزارت: د هېواد په پېلابېلو سیمو کې ۷۲ وسله وال مخالفین وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٧٢ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دغه وزارت نن يکشنبه په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه تعرضي او تهاجمي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٧٢ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٣٢ تنه ټپيان او ٢ تنه يې نيول شوي دي.

دفاع وزارت ويلي، دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، پکتيکا، لوګر، ارزګان، فراه، نيمروز، فارياب، کندوز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو د ځينو پټنځايونو، وسلو او مهماتو د له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG