د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

هلمند چارواکي: سږ کال د ۹۹۱ شهیدانو او معلولینو نومونه راجسټر شوي


د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، سږ کال يې د ۹۹۱ شهیدانو او معلولینو نومونه راجسټر کړي دي.

په دغه شمېرو کې د ملکي کسانو ترڅنګ افغان سرتېري او د حکومت ملکي مامورین هم شامل دي.

څو ورځې وړاندې په هلمند کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مسؤلینو بیا ازادي راډیو ته د ملکي تلفاتو شمېره د تېر کال په پرتله کمه ښودلې وه.

د هلمند اوسیدونکي، بیا د جګړې د دواړو غاړو څخه د جګړو پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

دا چې یاد ریاست ته تېر کال څومره کسانو د خپلو شهیدانو او معلولینو د نومونو د ثبت په خاطر مراجعه کړې؟ ځواب یې په دې بشپړ راپور کې چې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي رالېږلی.

دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00

XS
SM
MD
LG