د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مسؤلین: په هلمند ولایت کې ملکي تلفات ډېر شوي


د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مسؤلین وايي، په هلمند ولایت کې ملکي تلفات ډېر شوي دي.

د دغه دفتر مسؤلین زیاتوي چې ملکي تلفات د ورځې نه بلې ته ډېرېږي او دا مسئله دوی ته د اندېښنې وړ ده.

په هلمند کې د بشري حقونو فعالان وايي، د جګړې دواړه غاړې د جنګ قوانین نه‌مراعتوي او نه د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه کوي.

د بشري حقونو مدافعین وايي، د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې ښايي څو چنده وي، ځکه په لیرې پرتو سیمو کې پراته خلک د دوی سره خپله مرګ ژوبله نه‌شریکوي او د ځیني دودونو له مخې هغوی خاورو ته سپاري.

په دې اړه بشپړ راپور د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

XS
SM
MD
LG