د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

دفاع وزارت: هلمند جګړه کې له افغان ځواکونو د بهرنیو هوايي ملاتړ ګټور تمامېږي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې مېشت بهرني ځواکونه د ښوونې روزنې، تجهیز، مشورې او جګړه‎يیزو پلانونو کې له افغان ځواکونو سره لازمه مرسته او همکاري کوي.

دا وزارت وايي، د هلمند په جګړه کې له افغان ځواکونو نه د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ ګټور تمامېږي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۴ مه» ازادي راډیو ته وویل، په یادو بېلابېلو برخو کې د همکاریو ترڅنګ، له افغان ځواکونو نه د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ ډېر مهم او د یادونې وړ دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"کله چې جګړه وي او موږ ورنه په هوايي برخه کې او همدا شان په جګړه کې د مرستې غوښتنه وکړو، بهرنیان همکاري کوي، د دوی هوايي ملاتړ د افغان ځواکونو لپاره ډېر ګټور ځکه دی چې ځینې وخت زموږ هوايي ځواکونه زیات مصروف وي، اړتیا پېښېږي چې له افغان ځواکونو سره باید هوايي مرسته وشي، دوی «بهرنیان» یې کوي."

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته یو شمېر بهرني ځواکونه هلمند ولایت ته د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو لپاره واستول شول.

د هلمند والي حیات الله حیات دوه ورځې مخکې ازادي راډيو ته ویلي و چې هلمند ته ورغلي لوړ پوړي امریکايي پوځي پلاوي ورسره ژمنه کړې چې په هلمند کې به ترهګر ماتوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان ریچارد سپنسر هلمند ته د سفر پر مهال ویلي په هلمند کې به د امریکايي سرتېرو شمېر زیات کړي.

جګړه کې د بهرنیانو شاملول د جګړې تازه کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس افغانستان ته د سفر پرمهال ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ د ګواښ تر پایه به امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي.

هلمند د افغانستان په جنوب کې هغه ناامنه ولایت دی چې وخت په وخت ورنه د افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو د نښتو راپورونه خپرېږي.

د ښاغلي حیات په خبره اوس هم د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو په واک کې دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د دفاعي او امنيتي چارو کمېسیون رئیس هاشم الکوزي ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په هلمند کې د جګړې ترڅنګ باید د سولې د پروسې لپاره هم هر اړخېز کار وشي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنيتي چارو کمېسیون رئیس هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې د دفاعي او امنيتي چارو کمېسیون رئیس هاشم الکوزی

دی وايي:

"د هلمند مسئله په جګړه نه حلېږي، په جګړه کې د بهرنیانو شاملول د جګړې تازه کول دي، د حکومت لاسته راوړنه به دا وي چې په ټول افغانستان په ځانګړي ډول په هلمند کې د سولې لپاره هړ اړخېز کار وشي."

هلمند والي ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هلمند کې د وسله‎والو ۳۵ مهم قومندانان وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په ټول افغانستان کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف د ژمنيو عملیات د پیل کېدو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند وايي، یاد عملیات د روانې لمریزې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې چې په کې د هلمند د پنځو ولسوالیو بېرته نیول هم شامل دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG