د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

دفاع وزارت: د تېرو ۹ میاشتو عملیاتو له وسله‌والو مخالفینو ډېری سیمې پاکې کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د پلان شویو او ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې یې ډېری سیمې د طالبانو او داعش جنګیالیو څخه پاکې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» د روان لمریز کال د لومړیو نهو میاشتو د امنیتي لاسته راوړنو د نتایجو د اعلان پر مهال وویل، په دغې موده کې زرګونه د دولت وسله‎وال مخالفین وژل شوي، نږدې دوه زره نیول شوي او په سلګونه ماینونه او وسلې کشف شوې دي.

ده څرګنده کړه چې افغان امنیتي ځواکونه په هره برخه کې پر وسله‎والو طالبانو او داعش جنګیالیو کړۍ تنګه کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

وزیري زیاته کړه:

"د حمل د میاشتې له لومړۍ ورځې راهیسې، د نن ورځې پورې یعنې په تېرو نهو میاشتو کې وسله‎وال پوځ د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره ډېر عملیات او هڅې کړې دي، موږ په څو ولایتونو کې ولسوالۍ چې هلته داعشیان او طالبان وو، د دښمن له وجوده پاکې کړي او ښې نتیجې مو ترلاسه کړې دي."

افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د خالد دوه په نوم عملیات پیل کړي دي.

ښاغلی وزیري وايي، د عملیاتو تر څنګ په تېرو نهو میاشتو کې د ظرفیتونو لوړولو، د هوايي ځواک پیاوړتیا، د فساد سره مبارزې، د حقوقو او عدالت تأمین، ښوونې او روزنې او د اردو د جلب و جذب پروسو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

افغان امنیتي مسؤلان او وسله‎وال مخالفین یو بل ته د تلفاتو د اړولو په برخه کې مبالغه کوي.

دی وايي، په دې موده کې د دفاع وزارت په اړوندو قراردادونو کې څه د پاسه دوه میلیارده افغانۍ سپما شوې او د نظامي منسوبینو تنخوا هم ۵ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت داسې وخت تېرې ۹ میاشتې له لاسته راوړنو ډکې بولي چې افغان حکومت تل ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د ۲۱ ترورېستي ډلو سره په جګړو بوخت دي.

دا وزارت که څه هم افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌وايي، خو وسله‎والو مخالفینو په روان کال کې پراخ فعالیت درلود او افغان ځواکونو ته‌یې ډېر کله د تلفاتو د اړولو ادعا کړې.

وسله‎والو مخالفینو په کابل، هلمند، کندهار، مزار شریف، پکتیا، غزني او ځينو نورو ولایتونو کې ان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په قرارګاوو خونړي بریدونه کړي دي.

  • خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم په یاده موده کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره لازم کارونه چې باید شوي وی، ترسره شوي؟

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پشتون په دفاع وزارت کې د فساد د مواردو شتون لا هم ستونزه بولي، خو وایي چې امنیتي ځواکونو د پام وړ اقدامات هم کړي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پشتون
د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پشتون

دی وايي:

"که موږ په مجموع کې د دوی د دغو ادعاګانو ارزیابي وکړو، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې د دفاعي ځواکونو په لیکو کې یو شمېر مثبت اقدامات شوي، یو شمېر ځواکونه د زده‎کړو لپاره بهرنیو هېوادونه ته لېږل شوي. دوی که ورته پلانونو ته دوام ورکړي، زه په ډاډ سره ویلی شم چې راتلونکی کال به د حکومت د مخالفینو لپاره خطرناک کال وي."

دی وايي، که څه هم په روان لمریز کال کې افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو ته د پام وړ تلفات اوښتي، خو څرګندوي چې په دې برخه کې افغان امنیتي مسؤلان او وسله‎وال مخالفین یو بل ته د تلفاتو د اړولو په برخه کې مبالغه کوي.

ښاغلی پشتون وایي چې افغان امنیتي ځواکونه باید نوي کال ته مهم پلانونه جوړ کړي او د افغانستان ځينې نورې سیمې او ولسوالۍ چې لا هم له وسله‎والو مخالفینو سره دي، بېرته ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG