د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

د هلمند نظامي شورا: که بزګر کوکنار وکري، کښت به‌یې له‌منځه لاړ شي


د هلمند نظامي شورا د دې ولایت بزګرو ته ګواښ کړی دی، که کوکنار وکري نو کښت به‌یې له‌منځه يوسي.

د دې ولایت والي حیات‎الله حیات د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال وسله‎والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې بزګر مجبور کړي وو چې کوکنار وکري، خو په روان کال کې د کوکنارو د فصل له پیل سره سم د حکومت تر واک لاندې او ناامنو سیمو کې د کوکنارو د اړولو لپاره‌یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.

دی وايي:

"روان کال پلان لرو، هغه سیمې چې د دولت تر واک لاندې دي، هلته باید کوکنار ونه‌کرل شي. د ناامنو سیمو لپاره هم پلان لرو. یو پلان دا دی چې د هیروئینو د تولید پر کارخانو او قاچاق کوونکو مو هوايي عملیات پیل کړي او دا عملیات به دوام کوي، موږ نه‌غواړو چې بزګرو ته زیان ورسېږي. زموږ اصلي هدف د مخدره موادو قاچاق کوونکي دي."

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

ښاغلی حیات وايي، د دولت تر واک لاندې سیمې او ناوې ولسوالۍ چې تېر کال د وسله‎والو طالبانو تر واک لاندې وې او زیات کوکنار په‎کې کرل شوي و، سږ کال‌يې خلکو ژمنه راسره کړې چې کوکنار نه‎کري.

په ورته وخت کې د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم له دې پرېکړې هرکلی کوي.

د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ مرستیال جاوید احمد قایم وايي، دوی هم له دفاع وزارته غوښتي چې له مخدره موادو سره مبارزه په خپلو عملیاتي پلانونو کې شامله کړي.

دی وايي:

"موږ له دفاع وزارت سره په اړیکه کې یو. کله چې هغوی د طالبانو پر وړاندې ځمکني عملیات کوي، نو د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه دې هم په‎کې شامله کړي. دا پلان تر اوسه پورې بشپړ شوی نه‎دی، خو موږ له امنیت شورا سره په اړیکه کې یو، دا یو پېچلی پلان دی، خو بله لاره نه‎لرو."

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په داسې حال کې د دفاع وزارت په عملیاتي پلان کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې شاملېدو غوښتنه کوي چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هلمند ولایت کې د هیروئینو د تولید پر کارخانو د افغان او ناټو ځواکونو ګډ هوايي عملیات دوام لري.

خو د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون مشر هاشم الکوزی وایي چې بزګر له مجوریته د کوکنارو کښت ته مخه کوي.

ښاغلی الکوزی وايي، که دولت بزګرو ته د کوکنارو بدیل کښت ورکړي او د حلالو محصولاتو لپاره‌یې بازار پیدا کړي، بزګر به ان دا چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې هم کوکنار ونه‎کري.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

دی وايي:

"د هلمند ډېره برخه سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي. که بزګرو ته بدیل کښت ورکړل شي هغوی د طالبانو غوښتنې نه‌مني، ځکه بزګر له مجبوريته کوکنار کري. که د اقتصادي ستونزو لپاره‌یې حل‎لاره وموندل شي خپله بزګر کوکنار نه‎کري، هغه سیمې که د دولت په واک کې وي او يا د طالبانو په واک کې."

ښاغلی الکوزی په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د کوکنارو د کښت او هیروئینو د تولید په اړه د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت او "یو. اېن. او. ډي. سي" راپور ته په کتو سره چې د ټول افغانستان ۵۰ سلنه کوکنار په هلمند کې کرل کېږي، افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې په هلمند کې د امن راوستلو او بديل کښت ته پاملرنه وکړي، ځکه د هلمند ډېره برخه کوکنار په ناامنه سیمو کې کرل کېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG