د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

وزیري: په ژمې کې دښمن ځپو، څو په اوړي کې د حملو توان ونه لري


د افغانستان د دفاع او د کورنیو چارو وزارتونه وايي، په ژمې کې يې د دولت ضد وسله والو د ځپلو لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري تېره شپه«۱۳۹۶کال مرغومې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې د پوځي عملیاتو زیات تمرکز به پر هغو سیمو وي چې لوړ امنیتي ګواښونه لري.

ښاغلي وزیري په ژمې کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو په اړه وویل:

دولت وزیري
دولت وزیري

"ان شا ءالله په ژمې کې زموږ هیله داده چې د تروریستانو پر مرکزونو او پر هغو سیمو بریدونه وکړو چې لوړ امنیتي ګواښونه په کې دې څو هغوی بیا په پسرلي کې د دې توان ونه لري چې لوی بریدونه وکړي."

د دفاع وزارت ویاند وايي، په ژمنیو عملیاتو کې به هڅه وشي چې وسله وال دومره وځپل شي چي په اوړي کې بیا د لویو بریدونو توان ونه لري.

ښاغلي وزیري هلمند، سرپل، ننګرهار، بدخشان، کندز، ارزګان، جوزجان او غزني هغه ولایتونه یاد کړل چې امنیتي تهدیدونه په کې زیات او لوړ دي.

دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به په ژمې کې هم د هوا له لارې له افغان ځواګونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو ته درانه تلفات اوښتي دي او هڅه کېږې چې په ژمې کې هم پرې فشارونه زیات شي.

د دې وزارت دویندوی د دفتر سرپرست نجیب دانش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې شااوخوا نهه زره وسله وال وژل شوي دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو لسو میاشتو کې دښمن څه د پاسه نهه زره کسان وژل شوي او څه د پاسه څلور زره ټپیان او له زرو زیات نیول شوي دي، طبیعې ده چې هغوی د غچ اخیستلو هڅه کوي، له بده مرغه چې موږ په سپیڅلو او عامه ځایونو او د ګڼې ګوڼې په ساحو کې د ځانوژونکو بریدونو او چاودونو شاهدان یوو چې موږ ورته یو څه اندېښمن یوو، موږ پر دې کار کوو چې څرنګه د دښمن د دې بریدونو مخه ونیسو."

امنیتي ارګانونو په داسې وخت کې په ژمې کې د وسله والو پر ضد د پلانونو خبره کوي چې کابل د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د خونړي برید شاهد و چې له څلوېښتو زیات کسان يې ووژل.

وروستیو بریدونو د نورو اندېښنو ترڅنګ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخوالې په اړه هم اندېښنه زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG