د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

فرهاد: د پاکستان لخوا پر افغان کډوالو فشارونه له نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پر کډوالو مستقیم او یا غیر مسقیم فشارونه د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.

د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته له هغه هېواده د وتلو تر اعلان وروسته، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، افغان کډوال باید خپل هېواد ته په تدریجي او باعزت ډول ستانه شي.

په کابل کې د دغه کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» ازادي راډیو ته وویل، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د پخوانیو ژمنو خلاف ده.

د ښاغلي فرهاد په خبره، هغه ملتونه چې ځان نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن ګڼي باید پر کډوالو چې د ګڼو مجبوریتو له امله یې خپلې سیمې پریښي فشار رانه وړي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

نوموړي زیاته کړه:

"د نړۍ په هر ځای کې باید پر کډوالو مستقیم او یا غیر مسقیم فشارونه د دې لامل ونه ګرځي چې دوی ته زیان ورسېږي، ځکه دوی وار له مخه زیان لیدلی دی، هغو ملتونو چې ځانونه یې نړیوالو کنوانسیونونو سره یوځای کړي او ورته ژمن دي باید دغه اصل مراعات کړي، تر هغه چې دغې مسئلې ته اساسي حل لاره نه وي موندل شوې."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د یو شمېر راپورونو له مخې تازه پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو سلګونو زرو راجسټر شویو افغان کډوالو ته یوازې یوه میاشت وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وه چې پاکستان به په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د ۲۰۱۸ مېلادي کال تر پایه پورې د پاتې کېدو موده تمدید کړي.

خو تېره اوونۍ د پاکستان کابینې دغه موضوع تائید نه کړه.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې موضوع په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي، خو جزئیات یې ورنه کړل.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال څه باندې یو میلیون قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

په پاکستان کې افغان کډوال.
په پاکستان کې افغان کډوال.

د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې انتقاد کړی چې نوموړی هېواد د ډونالډ ټرمپ زور له افغان کډوالو باسي.

امریکا پر پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د نه همکارۍ له امله ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، پاکستان تل له افغان کډوالو سیاسي ګټه پورته کړې، خو دا ځل باید دغه ستونزې په اساسي توګه حل شي.

صابر: باید دغه ستونزه په اساسي ډول حل شي.
صابر: باید دغه ستونزه په اساسي ډول حل شي.

د دغه کمېسیون یو غړی یوسف صابر وايي:

"په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره په لوړه کچه خبرې کول په کار دي، د وزارتونو په کچه نه بلکې د دواړو هېوادونو رهبري باید دې مسئلې ته اساسي حل لاره ولټوي."

د ښاغلي صابر په خبره پاکستان ته په کار ده چې د افغانانو مجبوریت درک کړي او په خبره که له هغه هېواده په سلګونه زره افغان کډوال په یوه وار افغانستان ته راستېږي، حکومت به له یو بل کړکېچ سره مخ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG