د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د کډوالو وزارت: نږدې ۶ ميلیونه افغانان په ۵ نړیوالو حوزو کې د کډوالۍ ژوند کوي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، دا وخت نږدې شپږ ميلیونه افغانان په پنځو نړیوالو حوزو کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

کډوالي، هغه ستونزه چې له څلورو لسیزو راهیسې ګڼ شمېر افغانان ورسره مخ دي.

دغه وزارت وايي، دا وخت له ۵،۶ ميلیونو ډېر افغانان په پنځو نړیوالو حوزو کې د کډوالۍ سختې شپې ورخې تېروي.

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د دوشنبې په ورځ‌ «د ۲۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۷مه» په کابل کې د ډسمبر د میاشتې د ۱۸مې نېټې یا د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې دا وخت د کډوالو ژوند نسبتاً له مبهم حالته وتلی دی.

دی وايي، افغان لوری دا وخت د افغان کډوالو له اکثرو کوربه هېوادونو سره ګډ تفاهم او مدیریت ته رسېدلی دی.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"موږ دا وخت له ۵،۶ ميلیونو ډېر له هېواده بهر کډوال لرو چې په ټوله کې د کډوالۍ په پنځو حوزو کې ژوند کوي، له دوه میلیونو ډېر په ایران کې، له دوه ميلیونو ډېر په پاکستان کې او شااوخوا دوه ميلیونه نور په اروپا، امریکا، استرالیا او نورو اسیايي هېوادونو کې مېشت دي."

ملګرو ملتونو د ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې چې په نړۍ کې د کډوالو شمېره ریکارډ درجې ته ورسېده د ډسمبر ۱۸مه نېټه د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه او له هغې مودې راهیسې هر کال دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د شمېرو له مخې، له سوریې وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې د وګړو ډېره برخه‌یې له هېواده بهر په کډوالۍ کې ژوند کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دغې غونډې ته وویل، د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په هدف د نړیوالو بنسټونو او افغان لوري ترمنځ همغږي ډېره شوې او د دغې ستونزې بنسټیز حل ته کار کېږي.

یو شمېر افغان کډوال
یو شمېر افغان کډوال

که څه هم حکومت کډوالو ته د سرپناه برابرولو، ځمکو ورکولو او نورو ګڼو مرستو ژمنه کړې، خو ملګري ملتونه وايي، افغان حکومت ته ښايي چې په دې برخه کې چټک او شفاف اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لنزر دغې غونډې ته وویل، راستانه شوي کډوال په کابل کې لا د ژوند مهمو اړتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

ښاغلي لنزر زیاته کړه:

"۱۰ ورځې مخکې زه په کابل کې د کډوالو یوه کمپ ته ولاړم، له دوی نه مو د ستونزو پوښتنه وکړه، ویې‌ویل چې ماشومانو ته مو ښوونځي ته د تلو امکانات نه‌شته او ښوونځي نه‌شته. دا نو د بخښنې نه‌ده. موږ له حکومت سره مرسته کوو او ورته حوصله ورکوو چې په دې برخه کې ډېر کارونه وکړي."

تر دې مخکې افغانستان ته یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو هم په وار وار رسنیو سره په خبرو کې د خپلو ستونزو او ورسره د لازمو مرستو د نه‌کېدو په اړه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې له دوه ميلیونو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

له دې ټولو سره د چارو پو کارپوه میر سردار ځدراڼ وايي، ډېری افغانان د امنیتي ستونزو له کبله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

دی وايي، که چېرې حکومت امنیت او د بنستیزو کارونو پراختیا ته خپل پام واړوي، تر ډېره به دغې ستونزې ته د هواري لار موندل شوې وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG