د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د مرستو لپاره د "سکوپ" نوی سیستم پرانېست


د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت د خوړو د نړیوال سازمان په مرسته، په روان ژمي کې د سکوپ یا «ډبلیو. اف. پي» د استفاده کوونکو د مدیریت او پېژندنې د ډیجټلي سیستم له لارې، بې ځایه شویو او راستنو شویو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړه.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د سکوپ یا «ډبلیو. اف. پي» د استفاده کوونکو د مدیریت او پېژندنې د ډیجټلي سیستم له لارې پر مستحقینو د مرستو ویشل یو ښه اقدام ګڼي او وايي، په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو کلونو د هېواد ۹ میلیونه مصیبت ځپلي په دغه سیستم کې ثبت شي.

سید حسین عالمي بلخي د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۱ مه» په کابل کې د سکوپ سیستم له لارې د مرستو ویشلو په مراسمو کې وویل، د خوړو د نړیوال سازمان په مرسته پر ۹۶۰۰ مستحقو کورنیو ژمنۍ مرستې ويشل کېږي.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"ځینې مستحقې کورنۍ له څو موسسو مرستې ترلاسه کوي، خو ځينې بیا له یوې موسسې هم مرسته نه شي ترلاسه کولای، د دې لپاره چې دغه مرستې په عادلانه او شفافه توګه پر اړو او مستحقو کورنیو وویشل شي، د کډوالو چارو وزارت له «ډبلیو. اف. پي» سره هوکړه کړې چې دغه پروګرام د سکوپ سیستم له لارې تنظیم شي."

د کډوالو چارو وزارت وايي، په پام کې ده د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون ترمیاشتې، دوه میلیونه مصیبت ځپلي په دغه سیستم کې شامل او کارتونه ورکړل شي.

ښاغلی بلخي وایي، په مجموع کې د دغه سیستم له لارې د کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو پر ۱۱ زرو مصیبت ځپلو کورنیو د ژمنیو مرستو ویشل په پام کې نیول شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت مسؤلین وايي، د سکوپ سیستم به د ارزونې لړۍ محدوده او مستحقي کورنۍ به د کارت په ذریعه وتوانېږي چې له مرستندویو موسسو مرستې ترلاسه کړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د سکوپ سیستم له لارې بې ځایه شویو او اړو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ ګټوره بولي او ټینګارکوي چې دغه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغان کډوال
افغان کډوال

په ورته وخت کې په کابل کې د «ډبلیو. اف. پي» د موسسې استازي مک لورینتزین په دغه ناسته کې وویل، سکوپ د مستحقو د پېژندنې او پر دوی د مرستو د ویش یوعادلانه سیستم دی.

نوموړي وویل:

"د ملګرو ملتونو دوهم پراختیايي هدف ته د رسېدو لپاره چې د لوږې له منځه وړل او صفر کول دي، دلته اصلي پاملرنه استفاده کوونکو ته ده او دا کار د سکوپ له لارې د پلي کېدو وړ دی."

بل خوا د کډوالو د راستنولو چارو وزیر د کډوالو د بیا مېشت کېدو او د دوی د بې کارۍ د ختمولو لپاره، د یو لړ هلو ځلو خبرې هم کوي.

د ده په خبره، د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره په راتلونکي کال کې ۴۳۰ میلیونه ډالره بودجه په پام کې نیول شوې چې د دوی ستونزې به پرې په خپل وخت هوارې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG