د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د پاکستان ملي امنیت: په افغانستان کې د جمعي ماتې مسؤل باید پاکستان ونه‌ګڼل شي


د پاکستان په اړه پر ټویټر د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له انتقاد وروسته د پاکستاني چارواکو عکس‌العملونه دوام لري.

د دې هېواد د ملي امنیت کمېټې چې د پاکستان د دفاعي مسایلو په وړاندې دریځ نیسي، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ​وویل:

"په افغانستان کې د جمعي ماتې مسؤل باید پاکستان ونه ګڼل شي."

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د ولسمشر ټرمپ د انتقادونو په اړه د یوې بېړنۍ غونډې وروسته په خپاره کړي بیان کې ویلي:

"د متحدانو ملامته کول، په افغانستان او سیمه کې د پایدارې سولې هدف ته په رسېدو کې مرسته نه‎کوي."

د پاکستان د ملي امنیت په کمېټه کې پر نورو سربېره د دې هېواد د پوځ لوی درستیز او صدراعظم هم غړیتوب لري.

په عین حال کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان به د "غیر موجه ادعاوو" سربېره په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې ده چې په افغانستان کې اصلي چلېنجونه، دغلته سیاسي زور ازمایۍ، پراخ اداري فساد، د نشه‎يي موادو د تولید زیاتوالی او د افغانستان دننه د حکومت له کنټروله د وتلو سیمو پراختیا ده چې د عباسي په وینا بېلابېلو نړیوالو ترهګرو ډلو په‌کې پټن‎ځایونه جوړ کړي چې خپله افغانستان او د دې هېواد ګاونډیانو او سیمې ته‌یې ګواښ پېښ کړی دی.

که څه هم افغان حکومت د پاکستان د صدراعظم د دې ادعاوو په اړه دم‎ګړۍ تبصره نه‎ده کړې، خو تر دې دمخه‌یې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او په مقابل کې یې پاکستان د هغو وسله‎والو طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د خوندي ځالو په ورکولو تورن کړی چې په افغانستان کې پر حکومتي او ولسي اهدافو بریدونه کوي.

تر دې مخکې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په پیل کې پاکستان په اسلام‎اباد کې د امریکا سفیر ډېوېډ هېل د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستي ټویټ په عکس‌العمل کې احضار کړی و.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت له پاکستاني چارواکو سره د ډیویډ هیل لیدنه تأیید کړې، خو په اړه‌یې ډېر جزئیات نه‎دي ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ پر خپل ټویټر پاکستان "په درواغو او دوکې" تورن کړ او ویې‌لیکل:

"دې هېواد ته په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا ۳۳ میلیارده ډالر ورکړي، خو په بدل کې یې دې هېواد له درواغو او فریب پرته څه نه‌دي کړي."

د پاکستان د ملي امنیت د کمېتې له بیان څو ساعته وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي خبریالانو ته وویل، د امریکا متحده ایالات پاکستان ته د ۲۵۵ میلیونه ډالرو مرستې ورکړه ځنډولې.

نوموړې وویل چې د دې کار لپاره دلیل روښانه دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي

هیلي زیاته‌یې کړه:

"پاکستان له کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه لوبولې، دوی له موږ سره کار کړی، خو په عین حال کې یې هغه ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې زموږ پر سرتېرو بریدونه کوي. د «امریکا اوسنۍ» ادارې ته دا لوبه د منلو نه‎ده. موږ له پاکستانه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د نورې همکارۍ تمه کوو."

نیکي هيلي: پاکستان له کلونو راهېسې دوه ګونې لوبه کړې

نیکي هیلي زیاته کړه، په داسې حال کې چې پاکستان د ترهګرو تمویل او هغوی ته ځای ورکولو ته دوام ورکوي، ولسمشر ټرمپ د دې هېواد سره د مرستو د مخنیوي لپاره لا ډېرو اقداماتو ته چمتو دی.

نیکي هیلي ټینګار وکړ چې د پاکستان سره د امریکا د مرستو ځنډول د بیت‎المقدس په مسئله کې د امریکا د دریځ پرخلاف د دې هېواد له دریځ سره کومه اړه نه‎لري، بلکې یوازې د پاکستان له‎خوا ترهګرو ته د خوندي ځالو د برابرولو له مسئلې سره تړلې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت هم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په خبري غونډو کې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستي ټویټ د تشریح پر مهال وویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد نور اقدامات کولای شي او امریکا غواړي چې پاکستان دا اقدمات وکړي.

چین بیا د پاکستان ملاتړ کړی او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد له نړیوالو هڅو سره د پام وړ همکاري کړې.

XS
SM
MD
LG