د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

سرخط: د پاکستان لپاره د نوي کال پیل بې‌خونده و


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ترمپ د ټویټ په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل تویټر پاڼه کې لیکلي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د امریکا حکومت پاکستان سره څه د پاسه ۳۳ میلیارده ډالر مرسته کړې، خو پاکستان‌یې په بدل کې امریکا ته یوازې چل، فریب او دوکه ورکړې ده.

پاکستان په نړیواله کچه له یوازیتوب سره مخ دی.

په مطلب کې د ټرمپ په حواله دا هم راغلي چې پاکستان هغو ترهګرو ته کوم چې موږ یې په افغانستان کې لټوو، خوندي پټن‎ځایونه ورکړي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ټرمپ ویلي تر دې وروسته به داسې نه‎کېږي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي، دا تر یوې اندازې پورې د ټرمپ د مرستیال مایک پنس د هغو څرګندونو تکرار و چې څو ورځې وړاندې یې په کابل کې کړې وې.

د مطلب د لیکونکي په وینا، پنس هم تقریباً ورته خبرې کړې وې چې پاکستان د ډیورند کرښې پورې غاړې ترهګرو ته خوندي پټن‎ځایونه ورکړي، روزي یې او پر وسلو یې سمبالوي.

خو لیکوال لیکلي، د پنس تر دې خبرو وروسته هغه مهال پاکستان له امریکا سر ښکر اړم او د بهرنیو چارو وزارت‌یې په یوه خبرپاڼه کې د امریکا حکومت په دوه مخي‎توب تورن کړ.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان لپاره د نوي کال پیل بې‌خونده و او اټکل کېږي چې د کال په پاتې ورځو کې به نه‌یوازې دا چې پاکستان د نوموړي هېواد پرېمانه مرستې له لاسه ورکړي، بلکې په سیمه کې به د بدمعاشۍ ځواک هم وبایلي.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې اوس پاکستان نه‌یوازې په سیمه کې، بلکې په نړیواله کچه له یوازیتوب سره مخ دی او امریکا چې پاکستان پرې تر هر چا زیات نازېده اوس د پاکستان پر ګوته برکت نه‌وايي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې په خپل یو مطلب کې لیکلي او پر پاکستان‌یې د زیاتو فشارونو خبره کړې ده.

په مطلب کې پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن ګڼل شوی، ویل شوي چې د امریکا او چین په ګډون د نړۍ ستر قدرتونه باید دې واقعیت ته په پام سره پر پاکستان فشارونه زیات او دې ته‌یې اړ کړي چې له دې کار لاس واخلي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې امریکا دې د پاکستان خپل‎سري مشران د صدام حسین، معمر القذافي او اسامه بن لادن له برخلیک سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG