د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

اجرائیه ریاست: امریکا دې د پاکستان د رښتینې همکارۍ لپاره پر نورو اقداماتو غور وکړي


پر پاکستان د امریکا له لوري د فشارونو په دوام، افغان حکومت وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له پاکستان سره د امریکا مرستو لازمه نتیجه نه‌ده ورکړې.

اجرائیه ریاست وايي، په کار ده چې د امریکا متحده ایالات د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د رښتینې همکارۍ لپاره پر نورو اقداماتو غور وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاید فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پاکستان سره د امریکا مرستو او د نړیوالو همکاریو چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ورسره کړې وې، لازمه نتیجه نه‌ده ورکړې، نو ځکه اړتیا ده چې نور اقدامات وشي، داسې اقدامات چې هغه د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې زموږ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اساسي حل لارې وګڼل شي."

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاید فیصل

اجرائیه ریاست په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړى چې امريکا ته‌يې دروغ ويلي او دوی یې تېرايستي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي چې امريکا په تېرو ١٥کلونو کې پاکستان ته څه باندې ٣٣ ميليارده ډالر ورکړي، خو هغوى له درواغو او غولونې پرته، دوی ته هېڅ نه‌دي ورکړي.

ولسمشر ټرمپ دا هم لیکلي چې پاکستان هغو ترهګرو ته خوندي پټن ځایونه ورکړي، کوم چې امریکا یې په افغانستان کې لټوي، خو په خبره‌یې، نور دا حالت دوام نه‌شي کولای.

له دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي، پاکستان له کلونو راهیسې په خپله خاوره کې ترورېستانو ته پناه ورکړې او دا وضعیت نور د زغم نه‌دی.

خو هغه مهال پاکستان ویلي وو چې دوه متحدین هېڅکله یو بل ته خبرداری نه‌ورکوي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

د یادونې ده چې د افغانستان مشرانو جرګې هم د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه تاوده بحثونه درلودل او د دغې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل:

"نن چې زموږ د ولس او حکومت سره د نړیوالې ټولنې د یوه اړخ یا مشرتابه غږ بدرګه شوی، زه‌یې ملاتړ کوم، پر پاکستان اوس غږ کوم چې له دې سیاست څخه په استفادې، له افغانستان سره وروري وکړه، ځان دې نور مه‌خرابوه او د نړیوالې ټولنې په منځ کې ځان نور هم انزوا ته مه‌وړه."

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکا د هغه سیاست پیلامه ده چې که پاکستان خپل دریځ بدل نه‌کړي، امریکا ورسره مخ ته نه‌شي تلی.

د چارو کارپوه خالد سادات زیاته کړه:

"پاکستان باید په هر قیمت چې کېږي خپل سیاست ته بدلون ورکړي، ځکه زه فکر کوم چې د ټرمپ څرګندونې د عملي اقدام یوه بڼه ده. که څه هم پاکستان د اټمي وسلو خاوند هېواد دی او امریکایان به په مستقیم ډول ورسره په جګړه کې ښکېل نه‌شي، خو له دغه هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو کمښت او یا له دوی سره په یوه مسیر د تګ په اړه د امریکا بیا غور د عملي اقداماتو ښکاره بېلګه ګڼل کېدای شي."

د ښاغلي سادات په خبره، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، امریکا د خپل نړیوال حیثیت ساتلو لپاره هم پر پاکستان له دې امله له هرې ممکنې لارې فشار راوړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG