د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

روحاني: تهران کې لاريونونه او انتقادونه تهدید نه، بلکې يو فرصت دی


د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي، په ايران کې ناکراري ښايي د دې هېواد ستونزو ته د حل موندلو لپاره يو فرصت شي.

حسن روحاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» وويل، په تهران کې لاريونونه او انتقادونه تهدید نه، بلکې يو فرصت دی.

د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» د ايران په مشهد ښار کې د حکومت پر ضد د پراخې کچې لاریونونه پيل شول.

د ايران ولسمشر حسن روحاني
د ايران ولسمشر حسن روحاني

دا لومړی ځل دی چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د دومره پراخې کچې لاريونونه کېږي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې حکومت د زرغون حرکت په نوم لاریونونه وځپل.

روحاني وويل چې دا لاريونونه يوازې د اقتصادي مسايلو په اړه نه‎دي، بلکې د هېواد وګړي يې په يو شمېر برخو کې ازادي غواړي.

د دې هېواد د قضايي قوې رئيس ایت‌الله صادق املي لاریجاني د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۰» په تهران کې د عدليې له چارواکو سره تر غونډې وروسته اعتراضونو ته عکس‌العمل وښود.

ایت الله صادق املي لاریجاني
ایت الله صادق املي لاریجاني

ښاغلي لاریجاني وويل:

"له هغوی سره چې د سبوتاژ اقدامات کوي، په شخصي او دولتي ځایونو کې فساد او ناکراري رامنځته کوي او ملکيتونو ته اور اچوي، باید په کلکه چلند وشي."

د ايران چارواکو هڅې کړي چې د لاريون کوونکو مخه ونيسي، خو سلګونه ځوان ايرانيان د تېرې پنجشنبې له ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» راهيسې د اعتراض لپاره پر سړکونو راوتلي دي.

په واشنګټن ډي سي کې هم ايرانيانو په ايران کې دننه د لاريون ملاتړ وکړ.

دوی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» د سپينې ماڼۍ مخې ته راټول شول او د ايران د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکړل.

له دغو لاریون کوونکو څخه یوه علي صفاوي روېټرز خبري اژانس ته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» ويلي:

"په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د اوباما ادارې د دې پر ځای چې د ايران له خلکو سره اړيکې ونيسي، د خامنه‎اي له رژيم سره اړيکې جوړې کړې چې په نتيجه کې رژيم د خلکو اعتراضونه وځپل. سږ کال ولسمشر ټرمپ په ايران کې د لاريونونو په ملاتړ او د توقيفونو پر وړاندې پيغام ورکړی چې ايرانيانو ته ښيي امریکا به دا ځل چوپ نه‌پاتې کېږي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ ورځ پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې په ايران کې اعتراضونه ښيي دا هېواد پر هره کچه ناکامه شوی دی او اوس د تغيیر وخت رارسېدلی دی.

ده پر ټويټر لیکلي:

"د ايران ستر خلک له ډېرو کلونو راهيسې ځپل شوي دي. دوی خوړو او ازادۍ ته وږي دي. له بشري حقونو سره یوځای د ايران شتمني هم لوټل شوې ده."

د ايران دولتي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» راپور ورکړ چې د لاریون پر مهال ۱۰ کسان په يوه شپه ووژل شول.

دغه لاریونونه لومړی ځل د خوړو لکه هګۍ او چرګانو غوښې د بيو د زياتېدو پر وړاندې پيل شول.

XS
SM
MD
LG