د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

حسن روحاني: مظاهرې د خلکو حق دی، خو په تاوتریخوالي دې نه اوړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، مظاهرې د خلکو حق دی، خو باید په تاوتریخوالي وا نه‎وړي.

هغه وویل، خلک حق لري چې مظاهرې وکړي خو باید داسې فضا رامنځته نه‎شي چې خلک د خپل ځان او ژوند د امنیت په اړه اندېښمن شي.

هغه په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه او معلومات ښيي چې په تهران، سنندج، مشهد، ایلام، خرمداري او کرمانشاه کې د څلورمې پرله‎پسې ورځې په مخه مظاهرې وشوې.

په تهران کې د یکشنبې ورځې «۱۳۹۶کال مرغومې۱۰» د مظاهره‎چیانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

دوه انټرنیټي شبکې هم بندې شوي، څو د مظاهرو لپاره د خلکو د غونډېدو مخه ونیول شي.

اینسټاګرام او ټلګرام په ایران کې ډېر خلک کاروي او د غونډو د راټولېدو لپاره استفاده ترې کوي.

د ایران په لویدیځ "دورود" ښار کې وړمه ورځ دوه کسان په مظاهره کې ووژل شول.

مظاهرې چې لومړی د نرخونو د لوړېدو په غبرګون شوې وې کرار-کرار یې سیاسي رنګ ونیوه او په‎کې د دولت ضد تُند شعارونه ورکړل شول.

"خامنه ای حیا کن ممکت را رها کن" او "مرګ پر دیکتاتور" د دغو پراخو مظاهرو دوه عمده شعارونه دي.

مظاهره‎چیان وايي، ولسمشر حسن روحاني د بیان ازادۍ او د غونډو د ازادۍ په پار خپلې ژمنې نه‎دي عملي کړي.

ایران کې مظاهره چیان
ایران کې مظاهره چیان

د هغو ویډیو ګانو او معلوماتو له مخې چې په ټولنیزو شبکو خپاره شوي دا ښکاره کوي چې په تهران، سنندج، مشهد، ایلام او کرمانشاه کې مظاهرې دوام لري او خلک ورځ تر بلې غوصه کېږي.

د ويډیوګانو له مخې پولیس د دې لپاره چې په تهران کې مظاهره‎چیان خواره کړي له اوبو شیندونکو موټرو استفاده کړې ده.

خو د ایران سیال امریکا بیا د مظاهره‎چیانو بندیانول غندلي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په خپل ټویټر لیکلي:

"د ایران خلک بلآخره پوهیږي چې څنګه یې پیسې او شتمنۍ لوټ او په ترورېزم لګېږي."

هغه دا هم ټویټ کړل:

"داسې ښکاري چې نور به داسې نه‎وي."

ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې دا ټینګار هم کړی چې امریکا به د بشري حقونو نقض په دقیقه توګه تر څار لاندې ولري.

د ایران حکومت د امریکا د جمهور رئیس پیغام غولوونکې او مطلبي خبرې یادې کړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پرون یکشنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۰» وویل، کوم مظاهره‎چیان چې شور جوړوي د خپلو کړنو مسؤل پېژندل کېږي او تاوان به یې ورکړي.

یو شمېر مظاهره‎چیانو په سوریه کې د ایران د رول په ضد هم شعارونه ورکړل.

د رپوټونو په اساس مظاهره‎چیانو په ځینو ښارونو کې دولتي ودانۍ او د پولیسو موټرو ته اور ورته کړ.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG