د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

په ایران کې پولیسو د مظاهرې خورولو په لړ کې۵۰ کسان نیولي


په ایران کې پرون پولیسو د حکومت ضد مظاهرې د خورولو په لړ کې لسګونه کسان ونیول.

د ایران مرکز تهران او دوهم ستر ښار مشهد او لوېدیځ ولایت کرمانشاه په تېرو دوو ورځو کې د پراخو حکومت ضد مظاهرو شاهد وو.

د نا تائید شویو راپورونو له مخې پولیسو پرون په کرمانشاه کې د مظاهرې د خورولو په لړ کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ونیول.

دا مظاهرې او لاریونونه د بیو د لوړوالې پر ضد پیل شول، خو په ترڅ کې يې سیاسي شعارونه او د حکومت ضد غږونه پورته شول.

په ټولنیزو شبکو په خپرو شویو وډیوګانو کې لیدل کېږې چې مظاهره چیانو د مرګ پر دیکتاتور او د سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو شعارونه ورکول.

په ایران کې پرونۍ مظاهره.
په ایران کې پرونۍ مظاهره.

د کرمانشاه په ازادي څلور لارې کې اعتراض کونکو ویل خلک له لوږې سره لاس او ګرېوان دي او رهبر خپل ځان خدای ګڼي.

که څه هم د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علی خامنه ای او ولسمشر حسن روحاني نومونه نه اخیستل کېدل، خو د مظاهره چیانو اکثره شعارونو همدغو دوو ته متوجه وو.

مظاهره چیانو د روحاني او خامنه ای پر ضد شعارونه ورکول.
مظاهره چیانو د روحاني او خامنه ای پر ضد شعارونه ورکول.

په تهران کې هم د حکومت ضد مظاهرې راپورونه ورکړل شوي او ویل کېږې چې پولیسو دغلته هم ۴۰ کسان توقیف کړل.

د تهران مرستیال والي محسن حمداني ویلي چې امنیتي ځواکونه به د هر ډول غونډو پر ضد اقدام وکړي.

په حمدان، قم او اصفهان ښارونو کې هم د ورته حکومت ضد مظاهرو او لاریونونو راپورونه رسېدلي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران په دوهم ستر ښار مشهد کې هم لسګونو کسانو د حکومت اعتراضونو کې برخه واخیسته.

د وروستیو مظاهره یو شمېر ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ چې سوریه په خپل حال پرېږدې او د ایران د ولس په اړه غور وکړي.

د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري ویلي د مشهد ښار مظاهره ښايي د ولسمشر روحاني د سخت دریځو مخالفینو لخوا تنظیم شوې وې.

نوموړي ویلي هغه کسان چې د دې مظاهرو او لاریونو تر شاه دې او فکر کوي چې په دې کار سره به حکومت ته ضربه ورسوي هغوی به خپلې ګوتې په خپله وسوځوي.

په ایران کې په دې وروستیو کې د خوراکي او لومړنیو اړتیاو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی خلک شکایت کوي چې یوازې د هګیو بیه ۴۰ په سلو کې لوړه شوې ده.

دغه راز کروندګر وايي، د بیو د لوړوالې له امله د واردو شویو خوراکي موادو قیمتونه هم ډېر جیګ شوي دي.

XS
SM
MD
LG