د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

ایران د شنبې په ورځ د حکومت په پلوۍ د یو شمېر لاریونونو شاهد و


ایران د شنبې په ورځ د حکومت په پلوۍ د یو شمېر لاریونونو شاهد و.

په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت په پلوۍ دا لاریونونه د هغو ناکراریو د پای ته رسېدو کلیزه لمانځي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یې په ایران کې د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته دا هېواد ولړزاوه.

د حکومت په پلوۍ دا لاریونونه په ایران کې د لومړنیو خوراکي موادو د بیو د لوړېدو پر ضد له هغو اعتراضونو سره په یوه وخت ترسره کېږي چې په وروستیو څو کلونو کې په ایران کې لوی اعتراضونه بلل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ سلګونه کسان په مشهد کې د بیو پر لوړوالي د اعتراض په توګه لارو کوڅو ته راووتل او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې دا اعتراضونه پلازمېنې تهران او څو نورو ښارونو ته پراخ شول، پولیسو په کرمانشاه کې د حکومت ضد مظاهرې خورې کړې.

راپورونه وايي چې په دې دوه ورځنیو مظاهرو کې لسګونه کسان نیول شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د اعتراض کوونکو نیول غندلي او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټويټ کې تهران ته خبرداری ورکړی چې نړۍ یې څاري.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټويټر ولیکل:

"د هغو ایراني وګړو چې د رژیم له اداري فساد او په بهر کې د ترهګرۍ په ملاتړ د ملت د پانګې د ضایع کولو څخه ستړي شوي، د سوله ییزو مظاهرو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې:

"د ایران حکومت باید د مظاهرو د حق په شمول د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي او نړۍ یې څاري."

بل خوا ایراني چارواکو د شنبې په ورځ هغو کسانو ته چې د لوړو بیو پر ضد یې اعتراضونه پیل کړي، تازه خبرداری ورکړ چې له راټولېدو دې ډډه وکړي.

د ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیر عبدالرحمن رحماني فضلي له خولې ویلي:

"موږ په ټولو هغو کسانو چې د اعتراضونو غوښتنه ترې شوې، غږ کوو چې په غیر قانوني غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي، ځکه په دې توګه به هم ځان او هم نورو ته ستونزې جوړې کړي."

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د ایران دولتي رسنیو د تهران د مرستیال والي محسن همداني له خولې ویلي وو، قانون پلي کوونکې ادارې به د هر ډول نورو راټولېدنو پر ضد سخت اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دې ډول اعتراضونو ته اجازه نه ورکول کېږي.

خو د ایراني چارواکو له خبرداري سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په جلا اعلامیو کې په ایران کې د اعتراض کوونکو نیول غندلي او غوښتنه یې کړې چې تهران دې اعتراض کوونکو ته د بیان د ازادۍ حق ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په شخصي توګه د هغو پر ملاتړ ټینګار کړی چې نوموړي د ایران دننه هغه عناصر بللي چې په دې هېواد کې د حکومت سوله ییز انتقال ته لاره هوارولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ وايي، موږ په ټولو هېوادونو ټینګار کوو چې په څرګنده د ایران د خلکو او د لومړنیو حقونو لپاره د هغو د غوښتنو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG