د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

ارګ: د جمعیت ګوند ځینو غړو له غني وغوښتل چې د قدرت جزیرې مهار کړي


ارګ وايي چې د جمعیت‎اسلامي د انسجام د شورا یو شمېر غړو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د قدرت جزیرې مهار کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې عطامحمدنور د بلخ د والي په توګه له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر غني د هغه استعفا منلې خو جمیعت ګوند وروسته وویل، د ښاغلي نور د استعفا منظوري یوه یو اړخېزه پرېکړه ده.

جمعیت ګوند ټینګار کوي چې ارګ باید خپله پرېکړه بدله کړي او وايي، جمعیت اسلامي به د ښاغلي نور د لېرې کېدو پرېکړه هغه مهال ومني چې ولسمشر د دې ګوند شرایط ومني.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل چې په ارګ کې په پرونۍ کتنه کې د جمعیت اسلامي د انسجام د شورا یو شمېر غړو د قدرت د جزیرو د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت له پرېکړو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد

دی وايي:

"د جمعیت اسلامي د انسجام د شورا غړو وویل چې د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ په دولت کې تقرر، تبدیلي او تقاعد یو اصل دی او دوی د دې اصل ملاتړ کوي. هغوی د افغانستان له دولت او ملت سره ژمنه وکړه چې د قدرت د جزیزو شته والی په حکومت کې دننه او بهر باید نه‎وي او ولسمشر چې د افغانستان د ثبات او بقا لپاره هره پریکړه کوي د اساسي قانون او د نورو نافذه قوانینو په رڼا کې دوی یې د هر حکم ملاتړ کوي."

په مهمو ملي مسایلو کې باید ټول د یو بل ترڅنګ د نظام د ټينګښت لپاره کار وکړي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د دې کتنې جزئیات خپاره کړي او پرته له دې چې د جمعیت او حکومت ترمنځ روانې لانجې ته اشاره وکړي وايي چې د جمعیت‎اسلامي د انسجام د شورا غړو، سیداکرام الدین، قاضي راز محمد دلیلي، پوهنوال رحیم بېګ یعقوبي او د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې په مهمو ملي مسایلو کې باید ټول د یو بل ترڅنګ د نظام د ټينګښت لپاره کار وکړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني، د جمیعت د انسجام د شورا غړو ته وویل، افغانستان بې ثباتي او د نظام نشتوالی تجربه کړي چې هېڅکله د هېواد په ګټه نه وو.

ښاغلی غني زیاتوي چې د اصلاحاتو په برخه کې ټول افغانان اجماع ته رسیدلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG