د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

جمعیت ګوند: د ارګ پرېکړه یو اړخیزه ده او عطا محمد نور خپله څوکۍ نه‌پرېږدي


د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست له اعلان یوه ورځ وروسته، د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند چې ښاغلی نور یې اجرائیوي مشر دی وايي، دغه پرېکړه یو اړخیزه ده.

د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» ازادي راډیو ته وویل، د جمعیت ګوند رئیس نن له یوه بهرني سفره کابل ته راستنېږي او د دغې موضوع په تړاو به د ګوند د مشرتابه پرېکړه اعلان کړي.

د نوموړي په خبره، عطا محمد نور به د جمهوري ریاست له وروستي اعلان وروسته هم د بلخ د والي په توګه خپله څوکۍ پرې نه‎ږدي.

دی وايي:

"طبعاً چې نه‌یې پرېږدي، ځکه حکومت د یوې هوکړې له مخې رامنځته شوی او پرېکړې هم باید د دغې هوکړې له مخې وشي. له بده‌مرغه داسې نه‎دي شوي، دغه تصمیم یو اړخیز او د منلو نه‎دی."

تېره ورځ جمهوري ریاست اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي استعفا منلې او پر ځای یې انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ګمارلی دی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر د سرپرست د معلوماتو له مخې ښاغلي نور څه موده وړاندې خپل استعفا جمهور رئیس ته وړاندې کړې وه.

جمعیتاسلامي ګوند د نور د استعفا په اړه د ارګ د پرېکړې مخالفت وکړ

د عطا محمد نور د استعفا لامل فشارونه وو، کنه خپله خوښه؟

ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې

د ولسمشر له‌خوا د نور د استعفا د منلو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو کتنه

عطا محمد نور د خپلې استعفا خبر رد کړ

جمعیت اسلامي ګوند وايي د ارګ له لوري د نور د استعفا منظوري نه‌مني

د عطا محمد نور دریځ د مرکزي حکومت په وړاندې د بغاوت کولو یو ډول دی.

خو عطا محمد نور چې خبرې یې د بلخ په سیمه‎ییزو رسنیو او دغه‌شان په ځینو اجتماعي رسنیو کې خپرې شوې ویلي، ده خپله استعفا څو میاشتې مخکې له جمهوري ریاست سره د مذاکرې پر مهال ولسمشر ته وړاندې کړې وه.

د ښاغلي نور په خبره دغه استعفا د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکرې پر مهال د مطرح شویو غوښتنو په پوره کېدو پورې محدوده وه چې اوس دغه استعفا منتفي ده او منظوري یې ده ته د منلو نه‎ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ارګ د بلخ ولایت په مشرتابه کې د وروستیو بدلونونو په اړه د جمعیت اسلامي په دريځ غور کوي او وروسته بیا خپل غبرګون اعلانوي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» ازادي راډیو ته ویلي، ولسمشر ښاغلی نور نه‌دی لیرې کړی، بلکې نوموړي په خپله استعفا کړې.

یو شمېر حقوقي کارپوهان بیا د جمهوري ریاست د پرېکړې په اړه د عطا محمد نور دریځ د مرکزي حکومت په وړاندې د بغاوت کولو یو ډول یاودي.

افغان حقوق پوه کبیر رنجبر
افغان حقوق پوه کبیر رنجبر

له دې ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

"ښاغلی نور باید یو قانوني دریځ غوره کړي، له هغې پرته هم د افغانستان خلکو او هم نړیوالې ټولنې ته خپل حیثیت له لاسه ورکوي. دا چې دی وايي چې زه څوکۍ نه‌پرېږدم او د رئیس جمهور پرېکړه نه‌منم دا خپله د بغاوت معنی لري. په داسې حال کې چې موږ په جنګي وضعیت کې یو او وضعه هم ډېره نارامه ده. د یوې بلې ناارامۍ رامنځته کول د خلکو په روحیې بد اغېز لري."

بل‎خوا د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان بیا له دواړو خواوو غواړي چې رامنځته شوې لانجه د خبرو له لارې حل کړي او پری نه‎ږدي چې د دغې لانجې لمن پراخه شي.

د نوموړي په خبره تغییر، تبدیل او استعفا یو عادی امر دی او دواړه لوري باید رامنځته شویو اختلافاتو ته په سوله‎ییز شکل د پای ټکی کېږدي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG