د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د ولسمشر له‌خوا د نور د استعفا د منلو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو کتنه


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشر غني له‌خوا د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفا د منلو په اړه یو شمېر مطلب لیکلي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه لیکلي، که څه هم د ښې حکومتوالۍ په هدف د والیانو لیرې کول او انتصاب د ولسمشر له واکونو ګڼل کېږي، خو که چېرې په دې برخه کې پرېکړې د احساساتو له مخې نیول کېږي، نه‌یوازې دا چې له ښې حکومتوالۍ سره مرسته نه‌کوي، بلکې ناورین رامنځته کوونکې هم کېدلای شي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د ملي وحدت حکومت او په ځانګړي ډول افغان ولسمشر په دې وروستیو کې د مخالفینو د حذفولو سیاست خپل کړی او غواړي په دې توګه د دوی د مخالفتونو مخه ونیسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ښايي په لڼد مهالي کې ګټور تمام شي، خو په اوږدمهالي کې به ستونزې راولاړې کړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د عطا محمد نور په لیرې کېدلو سره جمعیت اسلامي له یوې ازموینې سره مخ شو.

د ورځپاڼې په نظر، اصلاً جمعیت خپله ځان له دې ازموینې سره مخ کړ، ځکه دوی به تل ویل چې نور باید له ولایته لیرې نه‌شي او که چېرې داسې وشول، جمعیت به د حکومت خلاف راپورته شي.

خو د سر مقاله لیکونکي په خبره، دا چې دوی له څو لسیزو راهیسې په واک او امتیاز کې پاتې شوي، د دغه ګواښ عملي کول او له اوسني نظام سره مطلق مخالفت به ورته ګران وي.

دولتي ورځپاڼو بیا د ولسمشر له‌خوا د بلخ د والي د استعفا د منلو او پر ځای یې د نوي کس د معرفۍ په اړه هېڅ هم نه‌دي لیکلي.

  • ملي ارمان

خو ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه یو شمېر غبرګونونه راخیستي دي.

ورځپاڼه د بلخ د ولایتي شورا د رئیس افضل حدید په حواله لیکلي، دا د بلخ خلکو او د بلخ والي ته د قبول وړ پرېکړه نه‌ده.

ورځپانې دغه‌شان د جمعیت اسلامي د غبرګون په اړه لیکلي چې نوموړي ګوند په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا د ملي وحدت د حکومت د هوکړه‌لیک خلاف عمل دی او دوی به په دې اړه خپل دریځ ډېر ژر روښانه کړي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، عطا محمد نور له تېرو څو کلونو راهیسې په شمال زون کې د سياسي ځواک په جزيرې بدل شوی و.

په مطلب کې راغلي چې که څه هم دغه جزيره د ولس د ملاتړ له اړخه تر ډېره مصنوعي وه، خو د سياسي اړيکو او اقتصادي ځواکمنتيا له اړخه‌يې په شمال کې ساری نه‌و موجود.

د مطلب د لیکونکي په باور، ولسمشر محمد اشرف غني که په خپل حکومت کې بله هېڅ لاسته راوړنه هم ونه‌لري، له دې یوې یې هم په زغرده یادونه کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG