د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ارګ وایي، د جمعیت ګوند دريځ ته په کتو به وروسته غبرګون څرګند کړي


د افغانستان د جمهور رئیس دفتر وايي، د بلخ ولایت په رهبرۍ کې د وروستي بدلون په اړه د جمعیت اسلامي ګوند دریځ ته به ګوري او په اړه به‌یې غبرګون څرګند کړي.

ارګ پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور د بلخ ولایت له څوکۍ استعفا کړې او ولسمشر یې پرېکړه منلې ده.

د جمهور رئيس د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو وار بیا پر دې ټینګار وکړ چې عطا محمد نور په خپله استعفا کړې ده.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شا‌ه‌حسین مرتضوي
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شا‌ه‌حسین مرتضوي

مرتضوي زیاته کړه:

"استاد عطا استعفا کړې، ولسمشر له واکه نه‌دی لیرې کړی، د جمعیت اسلامي ګوند په اړه لا موږ دریځ نه‌دی غوره کړی، وروسته به دریځ څرګند کړو."

خو جمعیت اسلامي ګوند سخت غبرګون څرګند کړ او دا خبر يې وغانده.

د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې دا پرېکړه د هغې موافقې له اصولو سره مخالفت لري چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو لپاره شوې وه.

حکیمي وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند مشران به تر مشورې او خبرو وروسته یو وار بیا، په دې اړه خپل دریځ توضیح کړي.

واقف حکیمي وویل:

"د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا یو شمېر غړي او مخور کسان به تر غونډې وروسته، په یوه اعلامیه کې بیا په دې اړه خپل دریځ څرګند او واضح کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، په رسمي سفر یونان ته تللی دی.

صلاح‌الدین رباني
صلاح‌الدین رباني

جمعیت ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل ته د رباني تر ستنېدو وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.

ځیني راپورونه وايي چې صلاح‌الدین رباني یونان ته خپل سفر مخکې له وخته ختم کړی او کابل ته روان شوی دی.

خو د جمعیت ګوند استازو یا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له رسنیو سره معلومات نه‌دي شریک کړي.

عطا محمد نور ۵۴ کلن دی او له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې د بلخ والي و.

هغه په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت پر کارونو سختې نېوکې پیل کړې.

مخکې ځیني راپورونه خپاره شوي وو چې ښايي عطا محمد نور په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جمهوري ریاست لپاره کاندید شي.

د ازادي راډیو خبریالانو ډېره هڅه وکړه چې له عطا محمد نور سره مخامخ خبرې وکړي، خو بریالي نه‌شوو.

خو یو شمېر خبري رسنیو له بلخه په راپورونو کې وویل چې عطا محمد نور بېګا خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې استعفا یې نه‌ده کړې او له واکه د لیرې کېدو نیت نه‌لري.

XS
SM
MD
LG