د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

سرچینه: نور خپله استعفا منلې او د ځای ناستي لپاره‌یې فرهاد عظیمي وړاندیز کړی


د حکومت یوې باوري سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‌یې یاد شي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، عطا محمد نور خپله استعفا منلې او ارګ ته‌يې د بلخ د والي په حیث د فرهاد عظیمي د ټاکل کېدو وړاندیز کړی دی.

سرچینه وايي، دا موضع د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشر صلاح‌الدین رباني له‎خوا مطرح شوې ده.

دې سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‌یې یاد شي ازادي راډيو ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د ښاغلي نور د دغه وړاندیز په هکله بحث نه‎دی کړی.

وروسته له هغې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د عطا محمد نور د استعفا د منظورېدو خبر ورکړ، جمعیت اسلامي ګوند او خپله عطا محمد نور دا اعلان یو طرفه اقدام او د نه‌منلو وړ وباله.

جمعیت اسلامي ګوند تر ټولو په تازه غبرګون کې ویلي، د ارګ له‎خوا د بلخ لپاره نومول شوي نوي والي انجنیر محمد داوود ته به اجازه ورنه‎کړي چې د بلخ د والي په‌حیث کار پیل کړي.

ښاغلی داوود د ارګ له‎خوا د عطا محمد نور د استعفا له منظورېدو وروسته د بلخ د والي په‌حیث ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې د جمعیت اسلامي ګوند ویاند واقف حکیمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د عطا محمد نور پر ځای د فرهاد عظیمي ټاکل یو هغه شرط و چې تېر کال ارګ ته وړاندې شوی دی.

ښاغلی حکیمي وايي، ګوند یې که څه هم د عطا محمد نور د لیرې کېدو په صورت کې نور شرطونه هم لري، خو ټینګار کوي چې که فرهاد عظیمي د بلخ د والي په‌حیث ومنل شي، د رامنځته شویو اختلافونو حل ته به یو مهم قدم اخیستل شوی وي.

دی وايي:

"که د عطا محمد نور د ځای ناستي پر ځای دا شرط ومنل شي، فکر کوم د خبرو اترو له لارې د ستونزې حل ته به ګام اخیستل شوی وي."

تر اوسه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

خو د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دوی په خوښه د عطا محمد نور د ځای ناستي ټاکل، دوی ته د څو ولایتونو او سفارتونو سپارل د عطا محمد نور په بدل کې د اسلامي جمعیت ګوند ځیني مهم شرطونه دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG